شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمالیې وزارت: د ګمرکونو ۵۰ سلنه عواید شخصي جیبونو ته ځي

مالیې وزارت: د ګمرکونو ۵۰ سلنه عواید شخصي جیبونو ته ځي

تاند ( جمعه، د حمل ۱۳)  د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د هېواد ۵۰ سلنه عواید شخصي جیبونو ته ځي.

د دغه وزارت سرپرست محمد خالد پاینده تېره ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال د ولسمشر اشرف غني هغه نېوکې پر ځای وبللې چې ویلي وو د هېواد ۵۰ سلنه عواید شخصي جیبونو ته ځي.

نوموړي څرګنده کړه چې د یو شمیر ولایتونو په ګمرکو کې یې داسې اسناد موندلي چې د اصلي جنس پر ځای ناقانونه توکي او موټر افغانستان ته وارېدیږي.

هغه د ناقانونه توکو په وارېدېدلو کې د ګمرکونو کارکوونکي لوړپوړي چارواکي او خصوصي سکټور ګرم وباله.

دا په داسې حال کې ده چې ماليې وزارت په ګمرکونو کې د ډیرو ستونزو خبره کوي خو وایي د یادو ستونزو د هواري لپاره پر ډيجټیلي ترازو، د سکن ماشین، امنیتي کمرو، د ګمرکونو بیا رغونه، پارکېنک جوړول او په ګمرکونو کې د اصلاحاتو پر بدلون خبره ټینګار کوي.

سرپرست وزیر محمد خالد دغه راز زیاتوي چې څو ګاونډیو هېوادنو سره توافق ته نه وي رسېدلی یادې ستونزې حل نه کړل شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال د نورو کلونو په پرتله تر ټولو ډیر ۲۱۶ میلیارده افغانۍ عواید یې راټول کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب