Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکابل او اسلام اباد د سوداګرۍ تړون تمدید کړ

کابل او اسلام اباد د سوداګرۍ تړون تمدید کړ

تاند ( جمعه، د حمل ۱۳)  د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي خبر ورکوي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ تړون پرون په کابل کې تمدید او لاسلیک شو.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اپټا تمدید د پای ته رسېدو تر وخته کېدای شي، د دغه تړون نوې بڼه لاسلیک ته چمتو شي.

د معلوماتو له مخې، افغان حکومت ټنیګار کوي چې د اپټا تړون نوې بڼه باید د سوداګرۍ نړیوال سازمان پر معیارونو برابره جوړه شي.

که د اپټا تړون د نړیوال سازمان له معیارونو سره سم جوړ شي، پر بنسټ به یې افغان سوداګر وکولای شي د پاکستان له لارې هند ته د خپلو سوداګریزو مالونو کچه ډېره کړي.

دغه راز به بدل کې پاکستان د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سوداګریزه لار پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو چارواکو یوه میاشت مخکې د دریو میاشتو لپاره د دغه تړون غځېدو پر سر هوکړه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...