دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeروغتیاد غاښونو بورس کول مو زړه قوي کوي

د غاښونو بورس کول مو زړه قوي کوي

تاند ( جمعه، د حمل ۱۳ مه) پوهان وایي، خوله د زړه کړکۍ ده او څومره چې خوله او غاښونه پاک وساتل شي، هغومره به د انسان زړه هم روغ وي.

یو شمېر تازه څېړنې وایي، که لږ تر لږه د ورځې دوه ځلې غاښونه بورس شي، د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي.

طبي څېړوونکو د زړه ځینې داسې ناروغان تشخیص کړي، چې اصلاً د غاښونو د پاک نه ساتلو له امله د زړه په ناروغۍ اخته شوي وو.

د دې څېړونکو په باور، د اوریو ناروغي د زړه د ناروغیو لامل کېږي؛ ځکه چې بکتریا له اوریو څخه وینې ته داخلېږي او له هغه ځایه زړه ته ځي.

څېړونکو مالومه کړې، هغوی چې د اوریو ناروغي لري، د زړه په ناروغیو يې د اخته کېدو احتمال زیات دی.

دوی سپارښتنه کوي چې که خپل غاښونه د ورځې لږ تر لږه دوه ځلې بورس شي، د خولې د بدبويي د ورکېدو سربېره، به مو د زړه عضلات هم قوي شي.

د دې تر څنګ د خولې او غاښونو پاک ساتل یو ښه نزاکت دی، چې باید په پام کې ونیول شي.

هغه کسان چې خوله او غاښونه پاک نه ساتي، خلک ترې لرې کېږي او زړه یې نه غواړي چې له نږدې ور سره کېنې او خبرې ورسره وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب