جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد حج او اوقافو وزارت؛ ښایي سږ کال هم د حج مراسم...

د حج او اوقافو وزارت؛ ښایي سږ کال هم د حج مراسم ترسره نه شي

تاند (جمعه، د حمل ۱۳) د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت مسوولان وايي، چې لا هم د راتلونکي حج برخليک نه دى معلوم او نه هم سعودي په دې اړه کوم خبر ورکړى دى.

په نړۍ کې د کورونا وبا له امله تېر کال هم په سعودي عربستان کې د حج مراسم په ډېر محدود ډول ترسره شول او يواځې څو زره سعوديانو ته د حج مراسمو د ترسره کولو اجازه ورکړل شوې وه.

د حج اوقافو وزارت وياند فضل محمد حسيني وایي، هر کال د سعودي عربستان حکومت له اسلامي هېوادونو څخه پلاوي دغه هېواد ته غواړي، څو د حج مراسمو او نورو اړينو موضوعاتو په تړاو ورسره خبرې اترې وکړي.

حسیني زياته کړه، چې دغه پلاوي په سعودي کې له خصوصي شرکتونو سره د ترانسپورټ، استوګن ځای او خوړو په اړه قراردادونه کوي خو په خبره یې تر اوسه له افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو سره په دې اړه د سعودي حکومت له خوا هېڅ اړيکه نه ده نيول شوې او نه هم هغوى تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه کړې ده.

د نوموړي په وينا، داسې اندېښنې شته چې سږ کال به يو ځل بيا حج مراسم په محدود ډول ترسره شي.

بل لورته هغه افغانان، چې تمه لري سږکال به د حج مراسمو کې ګډون وکړي له یاد وزارت نه غوښتنه کوي څو په دې تړاو ورسره واضح او وروستي معلومات شریک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب