جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهذبیح الله کلیم د لویې څارنوالۍ د سرپرست په توګه وټاکل شو

ذبیح الله کلیم د لویې څارنوالۍ د سرپرست په توګه وټاکل شو

تاند (جمعه د حمل ۱۳) ذبیح الله کلیم د ولسمشر اشرف غني له خوا د لویې څارنوالۍ د سرپرست او نوماند په توګه وټاکل شو.

ولسمشر اشرف غني پرون د ښاغلي کلیم د ټاکل کېدو فرمان صادر کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې په اعلامیه کې راغلي چې ټاکل شوې ښاغلی کليم په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له لوري د باور رای اخستلو په هدف ولسي جرګې ته معرفي شي.

ذبیح الله کلیم د حقوقو په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري او تر دې مخکې یې د عدلیې وزارت د قضیو عمومې رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده.

تر ذبیح الله کلیم مخکې فرید حمیدي د افغانستان لوی څارنوال و.

ښاغلي حمیدي تر پنځه کاله دندې وروسته سږ حمل ۱۱ مه باندې استعفی ورکړه.

1 COMMENT

  1. مخکینی لوی څارنوال فرید حمیدي په پوست پاک سړی نه و په وروستیو وختونو کي په فیسبو کي د لوی څارنوالي د مامورینو له خولي زیاتي خبرې خپرې شوې او اشرف غني هم ورباندي خبر شو. هغه د ۱۳۹ ملیونو ډالرو خبره زیاته په زړه پوري وه چې په قزاقستان کي یې د کوم خپلوان په نامه جمع شوې دي. حمیدي خپل مفسد خپلوان په زیاتو ځایونو کي مقرر کړي و او یو خپلوان یې له مزار شریف نه لوی څارنوالي ته تورن راغی اوس تورنجنرال دی!
    بل د خاله زوی یې قیوم نظامي دی چې تورنجنرالي ته یي ورساوه، نوموړی د فساد سره د مبارزې ریس و، (میاشت مخکي د ارګ ملالنډي د سرخرودۍ په معیار د فساد سره د مبارزي د کمیسیونو ریس مقرر کړ )خو خپله دومره مفسد و چي پر خپله سکرتره یې په دفتر کي جنسي تیری و کړ کله چي خبره ډنډوره شوه پټه خوله یي کورته بوتله. دغه ښځه د ۲۵ کالو په عمر وه، میړه یې شهید شوی و او دوه اولادونه يې هم درلودل او پخپله قیوم نظامي شپیته کلن دی. میاشت وروسته د مخکینۍ ښځي ځوانو زامنو له کوره و شړله اوس یي بیل اپارتمان ورته نیولي. په دې خبره ټوله لویه څارنوالي خبره ده.
    نو له نوي لوی څارنوال نه طمعه کیږي چي د لوی څارنوالي په د هلیزونو کي د فساد کودونه و تړي او پر خپل وطن او خلکو باندي و رحمیږي.
    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب