Homeخبرونهد ملي او پښتني بانکونو پخوانی رييس هېواد ته راستون شو

د ملي او پښتني بانکونو پخوانی رييس هېواد ته راستون شو

تاند:( دوشنبه، د دلوې درېیمه)‏ د افغانستان د ملي او پښتني بانکونو پخوانی رييس عبدالعزيز بابکرخيل د طالبانو د اړيکو کميسيون له لارې له ناروې څخه هيواد ته راستون شو.

نوموړي په هوايي ډګر کې رسنیو ته وويل، چڅ وطن ته په راتګ سره يې د خوښۍ احساس وکړ.

بابکرخېل د جمهوري نظام په وروستيو کې د يوې دوسيې له امله بندي شوی و، چې وروسته په ضمانت را خوشې شو.

د طالبانو د اړيکو کميسيون ويلي، چې تر اوسه نيږدې پينځه سوه تنه پخواني چارواکي، سياسي څېرې او د جمهوري نظام منسوبین ورسره د اړيکو له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...