جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د علم او اخلاقو له پلوه د ملت حیثیت | مقتصد ستړی

د علم او اخلاقو له پلوه د ملت حیثیت | مقتصد ستړی

دا سمه ده چې انسان په خپل علم او پوهه سره پېژندل کېږي، خو د انسان د پېژندنې اصلي مرجع د هغه علم او هنر نه دی، بلکې د هغه اخلاق بلل شي.
د علم او اخلاقو له پلوه د ملت حیثیت ټاکل کېږي، لومړی هغه علم چې د مادې قوانين کشف کوي، د انسان مطالعه کوي او د اقتصاد او ټولنې مشران جوړوي، همدارنګه د بل وګړو اخلاق دي، هغه اخلاق چې ټولنیز ژوند ورته اړتیا لري او د خلکو ترمنځ انساني اړیکې تنظیموي.
د علم او اخلاقو له لحاظه که کوم ملت د زوال په حال کې وي نو د پرمختګ خوب یې بې تعبیره بلل شي، د هغو کسانو لپاره چې د پرمختګ خوب ویني او یا غواړي چې د دوی ملتونه د عروج په لور وده وکړي، لومړی ګام یې باید چې دوی عروج ته رسولی شي پوهه او اخلاق وي.
په هیواد کې وروستي ناوړه ادبیات چې د قلمي او فکري مبارزې پر ضد رامنځ ته شول او دا مهال په ډېره پراخه کچه د خلکو پر ژبه عام شوي دي، ورځ تر بلې پسې وده کوي.
ټولې هغه سپکې کلمې چې په ټولنیزو رسنیو کې د فکري او شعوري مبارزینو په وړاندې کارول کېږي د هغې ناوړه نظریې برخه دي چې د ځوانانو ترمنځ د نفاق، تعصب او عقدې اساسي بنسټ جوړوي.
باید ووایم چې اخلاق د هر ملت د ژوند ریښه بلل شي ځکه چې اخلاق د نړۍ د ټولو مذهبونو مشترک فصل دی او هیڅ دین او قانون پرې اختلاف نه کوي؛ ښه او بد اخلاق په مستقیمه توګه د ټولنې په جوړښت او خرابیدو کې ونډه لري.
 که چیري یوه ټولنه له اخلاقي پلوه اصلاح شي، یو پیاوړی، سالم او با استعداده ملت جوړوي، خو که چیري بیا دغه ټولنه له اخلاقي زوال سره مخ شي د خلکو د اجتماعي ژوند اصلي ښکلا، مهربانۍ، نیک اعمال، ورورولۍ، زغم او حوصله یې له منځه وړي، چې په پای کې به دغه ملت تل اړ او سرټیټی اوسي.
هغه څه چې ابن خلدون پېړۍ وړاندې د خپلو مشاهداتو په رڼا کې ویلي وو، موږ یې اوس په خپلو سترګو وینو چې په نړۍ کې هغه ملتونه پرمختللي دې چې ګډ اخلاقي ارزښتونه یې پلي کړي.
لکه څرنګه چې د سیاسي یووالي لپاره د ملګرو ملتونه رامنځته ته کېدل هغه څه وو چې په اخلاقي لحاظ یې نړۍ په مساواتو بدله کړه او په دې برخه کې یې د سیاسي یووالي د ساتلو په موخه څلور شیان( د ولسونو حق خود ارادیت، د قانون حاکمیت، ډیموکراسي او اساسي بشري حقونه) بنسټیز وبلل.
د ټولنيزو ارواپوهانو تجربې ښيي چې د “حالاتو ځواک” يا د قدرت جوړښت کولاى شي چې يو انسان په يو مهربان او خير غوښتونکي او یا هم په بد اخلاقه او ظالم شخصیت سره بدل کړي، ځکه چې مذهب، ایډیالوژي او افراطي ملتپالنه د شر د توجیه کولو وسیله ګرځیدلی شي.
زموږ د ټولنې اخلاقي او ارزښتناکه ادغام چې په بشپړه توګه له مینځه تللی او ځای یې د زور او کارنده ادغام نیولی، واکمن له دې حالت څخه په استفادې کولای شي چې پخپل جبر او ناروا کردار سره د واک مزی لا ټینګ او دوامداره وساتي، یانې په ښکاره توګه د یو بل د حقونو په وړاندې د خلکو بې پروايي هغه څه ده چې واکمن ته تر ډېره وخته پوري د واک موقع په ورکولو سره د ملت حثیت له منځه یوسي.

1 COMMENT

  1. معلم د بشریت صلی الله علیه و سلم فرمایلی؛
    اِنما بُعثت معلما او اِنما بعثت لاُتمم مکارم الاخلاق
    انحضرت ص خپل بعثت مقصد تعلیم او ورسره اِتمام د غوره او نیکو اخلاقو ښودلی ۰
    او بل دا چي
    نسازد علم بی اخلاق فخر مرد را ظاهر ـ ګر به ظاهر درس دهد صد فخر رازی را
    خو مع الاسف ڼنی خودسر حکام د اسلامی اخلاق او کردار جذابه برخه حذف او ظرفیت د استفادی یی نلری حال دا چي د اسلامی دعوت لویه برخه اخلاق،حکمت ،موعظه حسنه او احسن سلوک تشکیلوی، او سیرت رسول الله ،خلفای راشده او سلف صالح هم ټول همدا ثابتوی چي اسلام د کوتک ،وحشت،جبر ،انحصار او تشډد دین ندی او د نړی اکثرو برخو په عالی اخلاقو اومعقولو حکیمانه تعاملاتو دا دین منلی ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب