پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهد اسلامي همکاریو سازمان ۵۰ زره کورنيو ته د مرستو وېش پیل...

د اسلامي همکاریو سازمان ۵۰ زره کورنيو ته د مرستو وېش پیل کړ

تاند:( دوشنبه، د دلوې درېیمه)‏ د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې ۴۷۴۰۰ کورنیو ته د اسلامي همکاریو د سازمان په همغږۍ او د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي توکو د مرستې ویش پیل شو.

 د افغاني سرې میاشتې لپاره د طالبانو د رژيم عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص

 د اسلامي همکاریو د سازمان د همغږۍ او ملک سلمان خیریه بنسټ مننه وکړه، چې د تېر کال په دوام یې یوځل بیا د افغانستان بېوزلو وګړو ته مرسته راولېږله.

نوموړي وویل، چې په نېږدې شپو کې به د څو نورو هېوادونو مرستې هم افغاني سرې میاشتې ته راورسېږي، چې افغاني سره میاشت به یې په پوره شفافیت اړمنو ته وویشي.

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان استازي دوکتور محمد سعید العیاش وویل، چې د اسلامي همکاریو د سازمان له لوري په همغږو شویو مرستو کې د کورنیو د اړتیا وړ خوراکي توکي شتون لري، چې د یوې کورنۍ اړتیا پوره کولی شي.

 نوموړي وویل، چې یاده پیل شوې مرسته به ۲۸۴۰۰۰ وګړو ته ورسېږي. د نوموړي پر وینا یاده ۲۹۳۸ ټنه مرسته د افغانستان په بازارونو کې اخیستل شوې، چې هرې کورنۍ ته به ۶۲ کیلو خوراکي توکي ورکول شي، چې په کې ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو وریژې او ۲ کیلو خرما شامل دي.

د طالبانو رژيم د دې مرستې ارزښت نه دی ښودلی، خو څو ورځې مخکې په يوه راپور کې ويل شوي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د ۳ ميليونه ډالرو په ارزښت افغان بېوزلو سره مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب