دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهامریکايي رسنۍ: په سمنګان کې د طالبانو حمله د قطر د...

امریکايي رسنۍ: په سمنګان کې د طالبانو حمله د قطر د موافقې سرغړونه ده

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۳) د امریکا تر ټولو معتبرو رسنیو د طالبانو له لوري د سمنګان پر نننۍ حملې عکس العمل ښکاره کړی او اټکل یې کړی چې دا برید به د افغانستان د سولې پروسه له خنډ و ځنډ سر ه مخامخ کړي.

نیویارک ټایمز لیکلي، دې برید، چې لږترلږه ۱۱ تنه پکې ووژل شول او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان شول، د یاغیانو او دولت ترمنځ د سولې خبرې به، چې له میاشتو راهیسې ځنډېدلي، نورې هم پېچلې کړي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د سولې خبرې د مارچ په لسمه پیل شي.

نیویارک ټایمز همداراز ویلي چې طالبانو حملو ته زور ورکړی او سږنی کال د افغانستان په نولس کلنه جګړه کې تر اوسه تر ټولو خونړی کال دی.

ورځپاڼه په عین حال کې وايي، د یوه ښار په منځ کې حمله د امریکا او طالبانو د قطر د موافقې سرغړونه ده چې پر اساس یې امریکا ژمنه کړې چې له افغانستانه به خپل ټول پوځیان باسي.

ورځپانه وايي، طالبانو له امریکایانو سره تفاهم کړی چې دا ډله به پر امریکایانو اونورو بهرنیانو حملې نه کوي او پر افغانانو به هم خپلې حملې په سلو کې ۸۰ کموي او په ښارونو کې به هیڅ حمله نه کوي.

تر دې وړاندې هم طالبانو په ښارونو کې یو شمېر حملې کړي خو مسوولیت یې په غاړه نه دی اخیستی.

د افغان امنیتي چارواکو په وینا د تېرو حملو مسوولیت د داعش هغه ویبپاڼه په غاړه اخلي چې له پاکستانه خپرېږي.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې هم د دې حملې په اړه لیکلي چې دا به د افغانستان د سولې پروسه لا پېچلې کړي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په دې برید د توند غبرګون د څرګندولو په ترڅ کې ویلي چې طالبان لا هم د تاوتریخوالي او جګړې پر دوام ټینګار لري چې دا د سولې بهیر زیانمنوي.

ولسمشر غني همداراز ویلي«په مذاکراتو کې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د تاوتریخوالي پر دوام او د خلکو پر وژلو ټینګار، هغه بده تګلاره ده چې په تاسف سره د طالبانو ډلې غوره کړې ده.»

ده یو وار بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړې او افغان وژنې لاس واخلي او د جګړې د پای ته رسولو او د سولې ټینګښت لپاره د افغانستان د دولت او خلکو او بین المللي ټولنې د سولې غږ هرکلی وکړي..

وسله والو طالبانو په سمنګان کې د ملي امنیت او ښاروالي پر ودانیو د نننۍ حملې مسوولیت په غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې ۷۰ تنه امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په یوه اعلامیه کې ویلي « د طالبانو له لوري په عمدي توګه د ملکي او بې ګناه خلکو په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او عامه خدماتو د کارکوونکو په نښه کول، د تاوتریخوالي او جګړو زیاتول، دا څرګندوي چې طالبان د ملکي افغانانو ژوند او د هیواد ملي شتمنیو او ګتو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي بلکې په مسلسله توګه د سولې شته فرصت او بین الافغاني مذاکرات له ځنډ او خنډ سره مخ کوي.»

ښاغلي محب همداراز د بې ګناه خلکو او عامه تاسیساتو په نښه کول، نه بخښل کیدونکی او جنګي جنایت بللی او ویلي یې دي چې دا برید له ټولو انساني، دیني او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب