جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد پاکستان حکومت د ډیورنډ په کرښه بله دروازه ولګوله

د پاکستان حکومت د ډیورنډ په کرښه بله دروازه ولګوله

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۳) پاکستان، له افغانستان سره په ډیورنډ کرښه د ننګرهار په څڅوبي کنډو سیمه کې دروازه لګولې چې خلکو پرې پراخ غبرګونونه ښودلي دي.

دا دروازه پاکستاني ملېشو د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ په څڅوبي کنډو سیمه کې نصب کړې ده. .

څڅوبي کنډو هغه ساحه ده، چې دواړو غاړو ته پرې قاچاقي مالونه بې محصوله اوړي رااوړي.

د نظر خاوندانو په وینا یوازې دا نه چې له دې لارې هېواد ته له پاکستان څخه قاچاقي مالونه واردېږي، بلکې له همدې لارې جنګي تجهیزات او وسلې هم راوړل کېږي.

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکي د افغانستان له حکومت څخه د دې مسئلې د جدي پلټنې غوښتنه کوي او په خبره یې چې په دې برخه کې به خپله مبارزه جاري وساتي.

جان آغا بهار پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «زما باور دا دی چې دا دروازه د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو اړیکې نشي ختمولی، هغه اړیکې نهایي ژورې دي. د وینې اړیکه ده، د دین او عقیدې اړیکه ده، د ګډ کلتور او فرهنګ اړیکه ده.»

د بهار په خبره که حکومت په دې برخه کې خپل مسؤلیت تر سره نکړي، ولسونه به پرې بې باوره شي او فاصله به ترې واخلي.

جان آغا بهار د پاکستان حکومت ته په خطاب کې ویلي: « دا دروازې او کنډه تارونه به د پنجاب غاړه کې را ځړول کیږي او مرۍ به یې پرې کیږي.»

د فیسبوک خواله رسنۍ یو بل فعال، ګل اصغر لیکلي: «په خدای قسم چی څومره غلی کیږو هغومره به تباه کیږو انقلاب ته ضرورت دی ویښتیا ته ضرورت دی اتفاق ته ضرورت دی ولاړیدو ته ضرورت دی عمل ته ضرورت دی یوی چیغی ته ضرورت دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب