سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهپر جومات د ایاصوفیې موزیم د ودانۍ پر بدلېدو د پاپ فرانسیس...

پر جومات د ایاصوفیې موزیم د ودانۍ پر بدلېدو د پاپ فرانسیس خپګان

خبریاله: عاقله اسد(دوشنبه، د سرطان ۲۳) د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس وايي، د ترکیې له خوا له موزیم څخه پر جومات د استانبول د ایاصوفیې ودانۍ د بدلولو په پریکړه سخت خوابدی شوی دی.

پاپ فرانسس دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ (د جولای په ۱۲ مه) په واتیکان کې د عبادت د مراسمو پر مهال وکړې.

د ترکیې سترې محکمې تیره اوونۍ پریکړه وکړه چې د ایاصوفیه موزیم باید په جومات بدل شي، او ولسمشر اردوغان وویل چې د جمعې لمونځ به د جولای په ۲۴ نیټه په دغه جومات کې ترسره شي.

د کلیساګانو نړیوالې شورا په ولسمشر اردوغان غږ وکړ چې له دې پرېکړې لاس واخلي.

په استانبول کې د مسیحیانو مشر بارت هولمیو هم د اردوغان پر پریکړې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

دا تاریخي ودانۍ له نن څخه ۱۴۸۸ کاله وړاندې د رومي امپراتور لومړي ژوستینین د مېرمن په امر د کلیسا لپاره جوړه شوې ده.

د دې ودانۍ پر جوړولو ۱۰۰ معمارانو او ۱۰ زره کارګرو ۵ کاله کار کړی دی.

د ایا صوفیې ګومبزه ۵۵ متره لوړه ده او قُطر یې ۳۱ متره دی.

عثماني امپراتور دوهم سلطان محمد په ۱۴۵۳ میلادي کال قسطنطنیه د بیزانس له کلیسا څخه ونیوله او ایاصوقیه یې په جومات بدله کړه.

بالاخره په ترکیه کې د اتاتورک له لوري د نوې ترکیې د جمهوري نظام له واک ته رسېدو او د کمال اتاترک له ولسمشر کېدو وروسته په ۱۹۳۴ م کال دا تاریخي ودانۍ په موزیم بدله شوه.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې دا ودانۍ به د مسلمانانو او عیسویانو لپاره یو شان خلاصه وي، خو هغه دا هم وویل چې ترکیې په دې ملي پریکړې خپل ملي حاکمیت پلي کړ.

د ملګرو ملتونو یونیسکو دا ودانۍ چې هم د مسلمانانو او هم عیسویانو لپاره سپېڅلې ده، د نړۍ د لرغوني میراث په لیست کې شامله کړه.

له موزیم څخه پر جومات د دې ودانۍ د اړولو پرېکړه ترکیې ته ښايي ډېر اقتصادي تاوان هم واړوي ځکه چې دا ودانۍ د بهرنیو سیلانیانو د سیل یو مهم ځای ګڼل کېږي. یوازې تېر کال ۳ میلیونه او ۷ لکه سیلانیان د ایا صوفیې لیدلو ته ورغلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب