جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان د پورونو د ادا کولو لپاره د پور غوښتنه وکړه

پاکستان د پورونو د ادا کولو لپاره د پور غوښتنه وکړه

تاند (شنبه، د سنبلې ۳ مه) پاکستان له سعودی عربستان څخه د ۱.۲ میلیارده ډالرو پور غوښتنه کړې ده.

د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب په دې اړه له خپل سعودی ساري محمد الجدان سره خبرې کړي او هیله لری چې ریاض به مثبت ځواب ورکړي.

په راپور کې چې نن (د شنبې د اګست په ۲۵مه) خپور شو، ویل شوي چې اورنګزیب په دې اوونۍ کې د دوبۍ له اسلامي بانک او مشرق بانک سره هم ولیدل او له هغوی یې وغوښتل چې پاکستان ته پور ورکړي.

له بلې خوا ډان نیوز پرون خبر ورکړ چې د پاکستان د مالیې وزیر له آی ایم ایف څخه غوښتي چې پاکستان ته ۷ میلیارد ډالره پور ورکړي.

د ایکسپریس تریبیون په وینا، د پاکستان د بهرنیو اسعارو زیرمې اوس مهال ۹.۳ میلیارد ډالره دي.

په وروستیو کلونو کې، پاکستان د کورنیو او بهرنیو سرچینو، په ځانګړې توګه د پیسو نړیوال صندوق څخه پور اخیستی چې د بودیجې کسر جبران کړي.

د پاکستان د اقتصادي پراختیا انستیتیوټ په یوه راپور کې ویلي چې دغه هېواد باید په راتلونکو پنځو کلونو کې هر کال له ۲۲ تر ۲۴ میلیارده ډالرو پورونه ترلاسه کړي.

پاکستان په میلیاردونو ډالره پورونه اخیستي او اوس لوی پوروړی هیواد دی.

محمد اورنګزیب تېره میاشت وویل چې پاکستان د ۱۲ میلیارده ډالرو پور لري او د پیسو له نړیوال صندوق څخه د ۷ میلیارد ډالرو پور د تصویب په تمه دی.

پاکستان چین، سعودي عربستان، او متحده عربي اماراتو ته د هغوی د پور د بېرته ورکولو لپاره له دغو هیوادونو یو مال مهلت اخیستی دی.

1 COMMENT

  1. لکه څنګه چې الله تعالی منافقینو ته د دوزخ ټیټه کنده وعده ورکړې ده ، همدا راز له لوی او منتقم خدای تعالی ج نه استدعا کوو ، چې په دې دنیا کې د هم پنجاب په قرضونو او پورونو کې ډوب وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب