پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهکاناډا په پاکستان کې د منتظرو افغانان کډوالو مالي ملاتړ ودراوه

کاناډا په پاکستان کې د منتظرو افغانان کډوالو مالي ملاتړ ودراوه

تاند (شنبه، د سنبلې ۳ مه) د کاناډا حکومت له هغو افغان کډوالو سره نوره مالي مرسته نه کوي چې کاناډا ته د تلو لپاره په پاکستان کې انتظار باسي.

کاناډا هغو افغانانو ته د ویزې ژمنه کړې چې په افغانستان کې یې له کاناډایي ځواکونو سره کار کړی وي. ډېری دغه افغانان په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي او کاناډا ته د انتقال په تمه دي.

راپورونه ښیي چې د کاناډا د کډوالۍ او میشتونې دفتر دغو افغانانو ته د لنډمهاله سرپناه پیسې چمتو کړي دي.

د سي بي سی خبري اژانس د راپور له مخې، د کاناډا حکومت اوس دغه پیسې بندې کړې دي. چارواکو سي بي سي ته وویل چې دا مالي ملاتړ د دې لپاره یو لنډمهاله اقدام او د لنډمهاله استوګنې د چمتو کولو لپاره یو استثنایی ګام و چې کډوال خپل اسناد بشپړ کړي.

اوس مهال زرګونه افغانان په ایران او په ځانګړي توګه په پاکستان کې د ایستلو په تمه دي. په دغو هیوادونو کې ډیری یې په ناامنه حالت کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...