جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار په یوه ولسوالي کې کابو ۶ زره ماشومان په شاقه...

د ننګرهار په یوه ولسوالي کې کابو ۶ زره ماشومان په شاقه کار بوخت دي

تاند (شنبه، د سنبلې ۳ مه) د طالب د چارواکو په وینا، د ننګرهار ولایت یوازې په یوه ولسوالۍ کې شاوخوا ۶زره ماشومان په سخت کار بوخت دي.

دا ماشومان د سرخ رود ولسوالۍ د خښتو په بټیو کې کار کوي، چې ډیری یې په لږ معاش او سختو شرایطو کې کار کوي.

د کارګرو ماشومانو کورنیو د خپلو ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې اقتصادي ستونزو دوی ته بله چاره نه ده پرېښې.

د دغو ماشومانو له ډلې څخه یو شمېر یې له لسو کلونو کم عمر لري او له خپلو کورنیو سره د مرستې لپاره له زده کړو بې برخې دي.

یوه ماشوم کارګز بلال وویل ،«زما هیله دا ده چې ښوونځي ته لاړ شم.»

یوې بلې ماشومې کارګرې بوشرا ورته خبره وکړه، ویې ویل:، «د درس وخت نه لرو. موږ څه کولی شو؟ دا مو مجبوریت دی.»

د دغو ماشومانو میندو او پلرونو هم مجبوریت د دې سبب وباله چې پر خپلو تنکیو ماشومانو کار وکړي. ځینو وویل چې پوروړي دي او که پر ماشومانو کار ونه کړي پور نه شي ادا کولی.

سره له دې چې تقریباً هره اوونۍ د ۴۰ میلیون ډالرو کڅوړې د بشري مرستو په نامه افغانستان ته راځي او له بلې خوا طالبان هره ورځ کانونه په قرارداد ورکوي او تازه یې ویلي چې د ۷ میلیارده او ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت یې کانونه په قرارداد ورکړي خو د افغانانو بیوزلي، بې روزګاري او لوږه مخ په زیالتېدو ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس فرید الله حقاني په دغه ولایت کې د ماشومو کارګرو موضوع تایید کړه. حقانی وویل، “موږ یوه سروې ترسره کړه او ومو موندله چې یوازې په سرخ رود کې شاوخوا ۵۸۷۹ ماشومان، دواړه هلکان او نجونې، په سخت کار بوخت دي.”

د ننګرهار اوسیدونکي په دې باور دي چې ښایي زرګونه نور ماشومان هم په ورته شرایطو کې په نورو ولسوالیو کې کار کوي.

2 COMMENTS

  1. د طالب رژیم کې غټان بیکاره او بې روزګاره دي نو خلک مجبور دي چې د کورنۍ هر غړي ته کار پیدا کیږي ویې کړي. ټول خلک داسې ښکاري چې یو لوی غم یې په کور لویدلی وي او ماتم وي. داسې نظام چې یواځې د خپل جیب ډکولو لپاره کار کوي او هیواد لوټ کړي خو دعوی د عمري عدالت کوي لعنتیان دي.

  2. سي ملا سوډر په خیټه موړ وي نور د ټول جهان نسکور وي. دغه الله جلااله شرمولی طالب د خپلو خیټو ډکولو او دریو اورتو کولو په غم کې غرق دي. دغه جاهل ولس سي طالب ته نره تکبیر نارې وهلې اوس دغه پایله سوه. ولي ددوۍ مردار سیو جهادي پلرونه خو په شوبلو برسیره ورختل جهاد یې کول . اوس ولي نه راپورته کیږي سي دجال طالب پسې واخلي؟ دغسي یې له دغه جاهله ولسه که اشرار وه او که د مردار سوي اشرار حرامي چیچئ طالب ده کار واخیستل اوس د غریبۍ او جهالت په تیارو کې کړیږي 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب