جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد هوا پېژندنې ادارې په ۱۱ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې

د هوا پېژندنې ادارې په ۱۱ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې

تاند (شنبه، د سنبلې ۳ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو، دوړو، بادونو، او سیلونو اټکل کړی دی.

دا اداره وړاندوینه کوي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو به په دغو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۰ میلي مترو پورې وي.

د دې ادارې له اټکل سره سم به، په کابل، پنجشیر، لوګر، پکتیا، پکتیکا، بدخشان، نورستان، خوست، ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې بارانونه وشي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې څانګې هم اعلان کړی چې په دې دوو ورځو کې د سالنګ په ګډون په لویدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې له دوړو سره د تندرونو امکان شته. د باد د سرعت په اړه اټکل شوی چې په ساعت کې به له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.

په وروستیو ورځو کې د کابل په ګډون په څو ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سیلونو له کبله د خلکو یو شمېر کورونه زیانمن شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب