جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، ژر به د دوی سفیر په تاشکند کې کار پیل...

طالبان وايي، ژر به د دوی سفیر په تاشکند کې کار پیل کړي

تاند (شنبه، د سنبلې ۳ مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ازبکستان او افغانستان تر منځ د سفیر د ټاکلو په اړه د هوکړې خبر تایید کړ او ویې ویل چې عبدالغفار تیروي اوس مهال په تاشکند کې خپل فعالیتونه پیلوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار ذاکر جلالي ویلي، افغانستان او ازبکستان په دې اړه یوې موافقې ته رسېدلي او تمه کیږي چې نوی ټاکل شوی سفیر به ډېر ژر په تاشکند کې کار پیل کړي.

هغه زیاته کړه: “په اوس وخت کې له ځینو نورو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکې کچې د لوړولو په اړه یو لو تفلهمونه شوۍ دي.”

جلالي زیاته کړې، “په تېرو دریو کلونو کې اسلامی امارت ځان د یو باثباته او قوي نظام په توګه ثابت کړی دی، او سیمه او نړۍ ورځ په ورځ دا حقیقت درک کوي. په نژدې راتلونکې کې به عبدالغفار تیروي په تاشکند کې د سفیر په توګه خپل فعالیتونه پیل کړي.”

که ازبکستان د طالبانو سفیر ومني، دا به په درو کلونو کې د طالبانو درېیم سفیر وي چې درې هیوادونه یې منلو ته تیاریږي خو له دې سره سره نه ازبکستان او نه کوم بل هیواد تراوسه پورې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نه هم کومه داسي نښه ښکاري چې به لنډه راتلونکې کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

تېره اونۍ، بدر الدین حقانی په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د حکومت د سفیر په توګه وټاکل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب