جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو په خوست کې رسنیو ته ویلي چې له شپږم ټولګي پورته...

طالبانو په خوست کې رسنیو ته ویلي چې له شپږم ټولګي پورته زده کړو پروګرامونه خپاره نه کړي

تاند (شنبه، د سنبلې ۳ مه) طالبانو د خپلو افراطي اقداماتو په دوام کې په خوست ولایت کې ټولو رسنیو ته امر کړی چې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو پروګرامونه ودروي.

د خوست کابو ټولو رسنیو له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره د زده کړو پروګرامونه لرل.

په خوست کې د راډیوګانو چلوونکو د تاند په شمول بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف ادارې ورته ویلي چې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د زدکړو پروګرامونه نور خپاره نه کړي.

د یوې راډیو چلوونکي، د نوم د نه ښوولو په شرط تاند ته وویل چې دوی ته د امربالمعروف کسانو د پنجشنبې په ورځ وویل چې نور له خپلې راډیو څخه له شپږم ټولګي پورته د زده کړو پروګرام خپور نه کړي.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولکاوه، او ویې ویل چې تر امرثاني یعني بلې خبرتیا پورې به دا بندیز وي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهند په ځلونو په دروغو بهرنیو رسنیو ته وویل چې تر بلې خبرتیا او د نجونو د زده کړو په نصاب کې د اصلاحاتو تر بشپړېدو پورې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع شوي دي.

طالبانو هماغه راز چې د جګړې په کلونو کې د جنوب او ختیځ ولسونه له زده کړو منع کړي وو، له واک ته رسیدو وروسته یې هم ډېر فشار په جنوبي او ختیځو ولایتونو دی.

همدا اوس کوم بندیزونه چې په ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، کندهار، هلمند او نورو جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو کې لګول شوي، په شمالي او مرکزوي ولایتونو کې نه شته.

4 COMMENTS

  1. اسلام کې علم نسته… ههههه… چې وایو دا د خرو حکومت دی، په ځینو دوستانو بده لګېږي

    • ښاغلی شرافت. د مهربانۍ له مخی پورته لېکنه مو بېرته واخلۍ ځکه خره ته مو په ډېره سپکه سترګه کتلی دی حال دا چی خر ېو زحمتکش، بی ضرره مخلوق دی. خر که خپله مکتب نه واېې نو ما او تا هم مکتب ته له تللو نه راستنوی.

  2. پکه؛ دا دی بله سپکه
    دې ته وایی ؛ امر بالمنکر
    پدی راډیویی تدریس کی شرعی مشکل څه دی؟
    آیا دا د علم او ملت سره دښمنی نده نو څه ده؟
    له شرعی پلوه د منکر او معصیت نه اطاعت نشته
    دا بل اثبات دی چي دا حکام د دښمن استخباراتی اهداف د اسلام په لباس کی تحمیلوی او دا خدمت نه بلکی تحمیل د جهالت او تباهی ده
    بل ټکي کوم چي باید تصحیح شی دا حرکات افراطی نه باید انحرافی وبلل شی ځکه افراطی کلمه ، اجنبیان او استخبارات یی د هر هغه عمل لپاره کاروی چي جاهلی ریشه ولری او افراط وروسته د اعتدال نه بعدی مرحله ده نه انحراف

  3. school program change because;
    talibs want to show pakistan is best friends of afghans,
    afghans knows pakistan is our enemy,
    but talibs want to change current histary,
    also talibs are against modern science to unwanted idiology,
    AFGHANS NEED TO SCIENCE&TECHNOLOGY,
    BOARD OF EDUCATION AND HIGHER EDUCATION NEED TO ONE DOCTOR OF SCIENCE.
    THIS GOVERNMENT GOING ON WRONG DIRECTION.
    AFGHANS MUST UNITED STANDUP AGAINST THIS
    WE NEED INQILAB INQILAB INQILAB

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب