جمعه, اپریل 19, 2024
Homeمقالېسوله د ميندو په اوښكو كې | ډاکتر محب زغم

سوله د ميندو په اوښكو كې | ډاکتر محب زغم

په يوه كلي كې مې د ناروغانو درملنه كوله. يوه ناروغه راغله. په انتظار خونه كې نوبت ته كېناسته او له نورو ښځو سره يې مجلس پيل كړ. ويل يې چې: ((څو شپې مخكې مې ځوان زوى شهيد شو.)) د ويلو انداز يې داسې و، چې ما ويل ټوكې به كوي. د ويلو انداز يې بيخي سوړ و، لكه د بل چا د مرګ كيسه چې كوي، نه د خپل زوى. ما يې مخ ته وكتل، له هرې سترګې يې يوازې يوه يوه اوښكه راوتلې وه. پر ۱۳۶۸ كال مې د ترور زلمى زوى وژل شوى و، اوس له هغه وخته يووېشت كاله تېرېږي؛ خو اوس هم هر وخت، چې ترور مې د خپل ځوانيمرګ زوى عكس ته درېږي؛ نو د اوښكو باران جوړوي. اوښكې يې د مخ په ګونځو كې داسې لارې جوړوي، لكه پسرلنى باران چې له غره راوبهېږي او د خوړونو سينې ډكې كړي.

زما په ذهن كې لا د ترور د ژړاندو سترګو منظره نه وه ړنګه، چې نورو ښځو هم ورته كيسې وكړې. چا ويل چې د لېوره زوى يې شهيد شوى، چا د ګاونډي د زوي كيسه كوله او چا د اكا د زوى شهادت ياداوه. خبرې ډېرې خو اوښكې كمې وې.

د اختر په مناسبت د طالبانو مشر ملا محمد عمر په خپل پيغام كې ويلي وو چې ((موږ له دولت سره د سولې په باب هېڅ ډول خبرو ته حاضر نه يو)) مانا دا چې موږ سوله نه غواړو، موږ غواړو وجنګېږو، قتلونه وكړو او د خلكو زامن مرګ ته وركړو. اورېدلي مې دي، چې د ايران او عراق په جنګ كې، چې عراق سكاد توغندي ترلاسه كړل، د ايران څو ښارونه يې ورباندې وويشتل او ګڼ شمېر انسانان يې ووژل؛ نو د ايران مذهبي مشر خميني وويل: ((سوله كه د زهرو جام هم وي، زه به يې غړپ كړم.)) په دويم نړېوال جنګ كې جاپان سولې ته غاړه نه اېښوده؛ خو امريكا چې اټوم بمونه ورباندې استعمال كړل او لكونه جاپانيان يې ووژل؛ نو د جاپان پاچا سولې ته حاضر شو. پاچا ځكه سوله ومنله، چې نور جاپانيان له مرګه بچ كړي.

ما كله كله فكر كاوه، چې خلك څنګه دې ته حاضرېږي، چې سرونه وبايلي؟ دوى څنګه د خپلو ميندو د اوښكو پروا نه كوي؟ د خداى رسول راته وايي چې ((د مور په وړاندې اوف هم مه وايه، چې زړه يې خپه نه شي)) نو دا به څنګه خلك وي، چې په خپل مرګ باندې خپله مور ژړوي، د مور زړه ازاروي او ورته دنيا غمونه وركوي؟

وايي د تنظيمي جګړو په كلونو كې يوه بوډۍ يو قومندان ته ورغلې وه، پوښتنه يې ورنه كړې وه چې: ((جنت ښه ځاى دى كه پاريس؟)) قومندان ورباندې پټكه كړې وه، چې ((ته څه بد كوې؟  پاريس څنګه له جنت سره يادوې؟ جنت خو جنت دى)) ښځې ورته ويلي وو: ((نو تا ولې خپل زوى پاريس ته ولېږه او زما زوى جنت ته؟)) په تېرو جنګونو كې د جنګي ډلو د مشرانو خپل خپلوان ونه وژل شول، دوى د خلكو زامن جګړې ته هڅول او خپل زامن يې اروپايي ملكونو ته لېږل.

اوس نو سړى پوهېداى شي، چې دا د جګړې دوزخ ولې نه سړېږي. يوې خوا ته داسې مشران دي، چې د خلكو په زامن يې زړه نه بدېږي. دوى زموږ احساساتي ځوانان د جنګ د اور لمبې ته ورټېل وهي. چې هرڅومره انسانان وژل كېږي، دوى يې غم نه كوي. بلې خوا ته داسې ميندې او خويندې دي، چې د زلمي د مرګ پر دوېمه يې اوښكې وچېږي.

موږ د جګړې له ټيكه دارانو خو دا تمه نه شو كولى، چې د سولې مېړانه دې وكړي؛ خو له ميندو دا تمه كولى شو. اوس نو سوله د ميندو په اوښكو پورې تړلې ده. د ميندو اوښكې زامنو ته لكه اب حيات دي. كه دوى د يوه زوى په مرګ د اوښكو باران جوړ كړي؛ نو نور زامن به يې د همدې اوښكو په خاطر په اسانۍ سره د مرګ بلا ته ځان نه وركوي.

۲۰۱۱ جون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب