شنبه, اپریل 20, 2024
Homeداسې هم شتهساینسبې چلوونکي موټر بریالي ښکاري

بې چلوونکي موټر بریالي ښکاري

د بې پېلوټه الوتکو له نوم سره اوس ډېر زیات خلک بلد دي چې عموماً د پوځي هدفونو لپاره کارول کېږي خو اوس تاسو ته د بې چلوونکي موټرونو خبر لرو.
د دې ډول موټرونو تکنالوژي خورا وده کړې ده.
ګومان کېږي چې اتومات یا بې چلوونکي موټر به د انسانانو ژوند خورا بدل کړي. خو کارپوهان وايي چې د دې تکنالوژۍ د عامېدو په لار کې ځیني ستونزې لا شته چې حل کېدل یې وخت ته اړتیا لري.
د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې د موټر جوړولو شرکتونو د بې چلوونکو موټرو د جوړولو په برخه کې لوی ګامونه اخیستي دي.
تصور وکړئ چې پر سړک غاړه ولاړ یاست او یو چا ته اړتیا لرئ چې په موټر کې مو کور ته ورسوي. د موبایل ټېلفون یو اپلیکېشن یا یوه بټنه ټینګوئ، په څو شېبو کې مو مخته موټر درېږي، پکې سپرېږئ، موټر پر خپله کرښه د یوه عادي ټکسي موټر په شان حرکت کوي.
د دې موټر تفاوت دا دی چې موټروان نه لري.
په ظاهراه داسي ښکاري لکه ساینس فیکشن یا سایسني – تخیلي کیسه چې وي. خو په اتومات صنعت کې پر له پسې او چټک پرمختګ دا تخیلي کیسه په نژدې راتلونکي وخت کې په حقیقت بدلوي.
تمه ده چې د اتومات یا بې چلوونکي موټرو اختراع انقلابي بدلون راولي چې په نتیجه کې به یې هم زموږ وخت او هم د سونګ مواد وسپمېږي، د ترافیکي پېښو مخه به ونیول شي، ښاري سیمې به په تېره بیا د معیوبانو او بوډاګانو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې ومومي. پر دې سربېره به د موټرو د ګڼوالي له کبله لارې نه بندېږي او منزل ته په رسېدو کې به زړه نا زړه نه یو ځکه چې د انسان په شان به دا موټرونه کله تېز او کله ورو نه ځي په ټاکلي سرعت به ځي، اشارې او ټول ترافیکي قوانین به مراعتوي.
د ګوګل ویبپاڼې د موسسې اجرايي رييس لاري پېج وايي:« انقلاب پیل شوی، روان دی، اتومات موټرونه فعال شوي دي.»
ده همداراز وویل چې د دغو موټرو د شترنګ کنټرول، سرعت او بریکونه کمپیوټري شوي، له ښه مرغه په خپل مسیر د هغوی د تګ، اتومات پارک کېدل او د سپوږمکۍ یا سټیلایټ لارښود سیستمونه ممکن شوي دي.
دی وايي د دې لپاره چې بې چلوونکي موټرونه بریالي شي دا سیستمونه ورته ضروري دي.
ګوګل کمپنۍ وايي چې دوی خپل ماډل بې چلوونکي موټر تجربه کړي او اووه لکه کیلومتره لار یې بې له دې چې کومه ترافیکي پېښه وشي چلولی دی.
تېره میاشت مرسدیس بینز بې چلوونکی موټر نندارې ته وړاندې کړ. جرمني وايي: دا موټر، چې یو لک ډالره ارزښت لري، په ښار کې په خپله چلېدای شي او په خپله لار په ساعت کې دوه سوه کیلومتره تېز تللی شي خو شرط دا دی چې لاره یې پرانستې وي.
په همدې حال کې د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون د اپل ای پډ په وسیله د کنټرولېدونکي بې چلوونکي موټر پر جوړولو کار کوي.

1 COMMENT

  1. ټولو مینه والو ته سلامونه:
    ورونو د دنیا دې ستم ظرفي او جبر ته حیران یم چې نور خلک به په روانو تختونو کې سیلونه کوي او مونږ به خپلو پوستو او مرکزونو ته تراوسه په خرونو اکمالات کوو نه خو دنیا راته وسائل راکوي او نه راته د دې واک او وړتیا را بښي چې پخپله یې جوړ کړو.
    والسلام.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب