Homeخبرونهجرمني په افغانستان کې د خپلو پوځیانو موده وغځوله

جرمني په افغانستان کې د خپلو پوځیانو موده وغځوله

تاند ( جمعه، د حمل ۶)  راپورونه وایي، د جرمني پارلمان هغه طرحه تصویب کړه چې په ترڅ کې به یې د دغه هېواد پوځیان د راتلونکي ۲۰۲۲ کال تر جنوري افغانستان کې پاتې شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، افغانستان کې د جرمن ځواکونو د عملیاتو لپاره اوسنۍ پارلماني اجازه د راتلونکې اپرېل میاشتې تر پایه ختمېدله، چې له امریکا سره د طالبانو د تړون له مخې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته وروستۍ نېټه ده.

د جرمني پارلمان دې نوي تصویب سره افغانستان کې د دغه هېواد ځواکونه نږدې یوولس میاشتې نور هم پاتې کېدلی شي.

د یادونې وړ ده ګې دغه هېواد دا مهال افغانستان کې تر ۱۳۰۰ سرتېري لري.

خو وسله والو طالبانو د جرمن پارلمان د یادې پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې دا پرېکړه یې د افغان جګړې د اوږدېدو په مانا ده.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، ښه دا ده چې د دوحې تړون مطابق ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...