یکشنبه, مې 19, 2024
Home+وری او ستوری د ملالۍ شهکار | وقار ابراهیمي

وری او ستوری د ملالۍ شهکار | وقار ابراهیمي

 هر ماشوم د زده کړې حق لري چې د يو څه د زده کولو او پوهېدو له پاره مطالعه وکړي او د خپلې ټولنې له پاره په راتلونکي کې اتلولي وکړي. داسې راتلونکې ولري چې د ټولنې خدمتګار ثابت شي او د خلکو ستونزې اوارې کړای شي، د نورو په ټپونو د مالګې شيندلو پر ځای پټۍ ولګوي. خو که غواړو چې ماشوم مو په راتلونکي کې د سر تاج، د ټولنې خادم او وياړ شي او په نوم اخيستو يې د شرم د احساس پر ځای د خوښۍ احساس وکړو، نو ماشوم ښې روزنې او ښې پالنې ته اړتیا لري. د ښو کارونو د ترسره کولو له پاره باید وهڅول شي.
هغه لارې څه دي چې ماشوم مو وياړ او د ټولنې خدمتګار شي او څه بايد وکړو چې ماشوم پر ځان ډاډه شي او د ښو کارونو د ترسره کولو له پاره يې احساسات په لړزه شي؟ د ښو کارونو او خدمت احساس پيداکړي او یوازې خپل ژوند او د ځان هوساينه نه بلکې د نورو هوساينې ته هم پام وکړي.
د ماشوم پالنې ته لومړيتوب ورکړل شي، د ژوند اسانتیاوې او له سويې سره سم کتابونه ورته برابر کړل شي. ماشوم ته د دې ټولو تر څنګ بدني روزنه هم اړينه ده او د ښوونې او روزنې له پاره دې ټول اړین وسايل ورته برابر شي. د (وری او ستوری) کتاب لیکواله زما لور ملالۍ وقار اوس ديارلس کلنه او د شپږم ټولګي زده کوونکې ده. تېر کال یې راته وويل، ماشومانو ته یوه کيسه لیکي، په دې هوډ يې ډېر خوښ شوم، ورته ومې ويل لورکۍ ډېر به ښه شي زه به ووینم چې څه ډول کيسه ليکئ.
ملالۍ ډېر وخت په رسامۍ بوخته وه، خو څه له پاسه مياشت وروسته يې راته وويل چې کيسه يې بشپړه شوې ده. تصويري پاڼې يې راوړې په هره پاڼه کې يو تصوير له څه متن سره رسامي شوی و، هره پاڼه يې راته لوسته، ويل يې دا یو له خپلې کورنۍ ورک شوی ستوری دی.
ملالۍ چې کيسه لوسته د هرې پاڼې په اورېدو سره مې د کيسې نورې برخې ته تلوسه ډېرېده، کيسې په پای ته رسېدو سره له ځان سره ډېر لوړ پيغامونه لرل، په حيرانۍ مې ترې وپوښتل، لورکۍ دا کيسه دې له کوم کتابه لیکلې؟ ځواب يې راکړ له هېڅ کتاب مې نه ده لیکلې، ټوله کيسه مې له خپل ذهن لیکلې ده.
وری او ستوری کيسه لوړ پیغامونه لري، په ښه او روان ډول لیکل شوې ده، ماشومانو ته ښه درس پکې دی او د کيسې تر څنګ يې ملالۍ تصويرونه هم په ښه ډول رسامي کړي وو چې بيا وروسته د مصور بنسټ ادارې له لوري د ملالۍ د رسامي شوو تصويرونو په نظر کې نيولو سره تصويرونه ورته نقاشي شول.
نو دلته پايله دا ده چې ملالۍ له ۱۵۰ ډېر د کیسو تصویري کتابونه او د ۳۰ په شاوخوا کې لوی ناولونه لوستي دي. يوه لويه ګټه زموږ کورني کتابتون ورته کړې ده، زموږ په کورني کتابتون کې د زر ټوکه په شاوخوا کې کتابونه شته دي چې د نورو کتابونو تر څنګ د ۵۰ په شاوخوا کې د بي بي سي تعلیمي خپرونو د کيسو تصويري کتابونه، د استاد محمود مرهون ژباړل شوې ټولګه چې د ۵۰ په شاوخوا کې تصويري کتابونه دي، د مصور بنسټ او ډېر نور د کيسو تصويري کتابونه چې له بېلابېلو کتاب پلورنځيو مې ورته راوړي دي.
د کور کتابتون زما د ټولو اولادونو د ښه ذهن، ښه استعداد او لیاقت په غوړېدو کې تر ټولو ښه ثابت شوی دی. که تاسې هم غواړئ چې اولادونه مو زما د ملالې په څېر لایق او تکړه شي نو زړه ورکړئ چې دوی اتلان دي او کولای شي تاسې ته وياړ راوړي. کور کې کتابتون ورته جوړ کړئ د کور کتابتون د کور د ټولو غړو په ذهني ځواکمنتيا کې ښه رول لري.
د ملالې لور او هېواد د ټولو ماشومانو د ښې راتلونکې په هیله.
د ۱۴۰۰لمریز کال د وري ۵مه
کابل افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب