Homeخبرونهد دفاع وزارت: طالبانو په کندهار کې پل وران کړ، خو ملي...

د دفاع وزارت: طالبانو په کندهار کې پل وران کړ، خو ملي اردو بېرته ورغاوه

تاند (جمعه د حمل ۶) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي په کندهار کې د طالبانو له لوري ویجاړ شوی پل د ملي اردو له خوا بیا ورغول شو.

د ملي دفاع وزارت نن جمعه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې طالبانو وړمه ورځ د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ اړوند په سرکاري باغ سېمه کې د موټر بم په چولو سره یو پل ویجاړ کړ.

خو د دفاع وزارت وايي چې دغه ویجاړ شوی پل د دفاعي ځواکونو له لوري بیا ځلې ورغول شو او د سوداګرو، د ښوونځي د زده کوونکو او د زرګونو کورنیو د تګ راتګ پر مخ یې پرانیسته.

تر دې مخکې د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ویلي وو چې وسله والو طالبانو دغه پل د مزدا موټر بم په وسیله د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ په سیمه کې تخریب کړی، خو په وینا یې چې په دې پېښه کې چاته زیان نه دی رسېدلی.

د یادونې ده چې دغه پل د ارغنداب ولسوالۍ شوین، بابر او نور کلي د کندهار ښار سره نښلوي.

څو میاشتي مخکي په ارغنداب ولسوالۍ کې یو بل پل هم په ورته توګه په موټر بم حمله کې تخریب شوی وو.

طالبانو تر دا مهاله د دغه پل د تخريب په هکله څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...