دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد بایډن وروستیو څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

د بایډن وروستیو څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

تاند ( جمعه، د حمل ۶)  وسلوالو طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره د امریکا د ولسمشر جوبایډن وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ويلي وه چې ښايي د مې مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، خو طالبان وایي، امریکایي ځواکونه دې تر ټاکلې نېټې له افغانستانه ووځي.

طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې د جوبایډن څرګندونې مبهمې یادې کړې دي.

اعلامیه وایي، که د دوحې له تړون سره سم، ټول بهرني ځواکونه په ټاکلي وخت له افغانستان څخه ونه وځي، دا به د تړون نقض وي او طالبان به یې پر وړاندې خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.

طالبانو ټینګار کړی چې امریکا سره دوحه کې د ترسره شوي تړون ټولې مادي یې عملي کړي او له امریکا هم غواړي څو یاد ته تړون ته ژمنه پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، په تخنیکي دلایل سبب کېږي چې امریکايي پوځیان د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ونه شي وتلای. ده لوژیستیکي ستونزو او په ناټو کې د امریکا د متحدانو یادونه هم وکړه.

تر دې وړاندې ګڼو امریکايي چارواکو او د کانګریس غړیو له افغانستانه مخکې تر دې چې په دې هیواد کې د سولې په اړه ډاډ ترلاسه شي د ځواکونو له ایستلو سره مخالفت کړی دی.

خو طالبانو اعلامیه کې ویلي چې ناټو او غړیو هېوادونو پاتې کېدل به افغانستان کې جګړې لا پسې ډېرې کړي او زیاتوي چې د دغې جګړې اصلي حل لار د دوحې تړون ته ژمن پاتې کېدل دي.

1 COMMENT

  1. د امریکایانو او طالبانو ترمنځ تړون یا قرارداد ندی لاسلیک شوی ، بلکې دا یوه موافقتنامه یا هوکړه لیک ده .
    تړون یا قرارداد د دواړو هېوادونو د پارلمان له خوا تصویب کیږي . مګر هوکړه لیک د مقدماتي خبرو یو لنډ او خلاصه ګزارش دی چې کېدای شې ورباندې نورې خبرې هم وکړل شی . له قرارداد نه سرغړونه حقوقي مسوولیتونه لري ، مګر موافقتنامه په ټیټه سطحه د دواړو لوریو د استازو د خبرو نتیجه ده چې کېدای شي دواړې خواوې له هغه ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب