پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeمقالېاسلامښځه او حقوق یې / د حکمتیار لیکنه

ښځه او حقوق یې / د حکمتیار لیکنه

 د قانون منع خشونت عليه زنان په ځواب کې

لومړۍ برخه – مقدمه

په دې وروستيو كي د (قانون منع خشونت عليه زنان) تر نامه لاندي يوه سپېره، كچه او زموږ د مؤمن ولس د معتقداتو ضد ليكنه په څو پاڼو او مادو كي ولسي جرگې ته د تصويب لپاره وړاندي شوه، دا ليكنه څلور كاله وړاندي په 1388كال كي د كابل حكومت جمهور رئيس له لوري د قانون په توگه توشيح شوې، اړوند ادارو ته د تعميل لپاره لېږل شوې، په تېرو څو كلونو كي د نافذ قانون په توگه مراعات شوې او له مخي ئې ځينو ته سزاگاني وركړى شوې!! د دې سپېرې ليكني گڼ شمېر مادې د اسلام د صريحو احكامو خلاف، د افغان ولس د غوره او منل شوو دودونو ضد او د هغه قانون مغاير دي چي د كابل امريكايي حكومت ئې د اساسي قانون په نامه يادوي!!

دا قانون نه يوازي د محتوى له پلوه ډېر ډېر پرېوتى او د افغان مسلمان ولس د معتقداتو، عنعناتو، دود دستور، او افغاني فرهنگ او كلتور مغاير دئ بلكي الفاط او د الفاظو تركيب ئې هم ركيك، غيرمعياري، كچه، د رسمي قاموس او ملي ترمينالوژي خلاف او  وارداتي دي. گڼ شمېر مادې ئې په څرگنده توگه له صريحو اسلامي اصولو سره تضاد او تعارض لري. د جمهور رئيس له لوري د دې قانون توشيح ښيي چي د كابل لاس پوڅى حكومت څومره ذليل، پردى واك، د اسلام، ملي هويت او افغاني كلتور په وړاندي څومره بې باك او بې پروا او د خپلو حاميانو د ارضاء لپاره څنگه هر كار ته چمتو او لاس پر سينه ولاړ دئ!!

د هغو ناولو څېرو جسارت د حيرانتيا وړ دئ چي دا سپېرې پاڼي ئې د قانون په توگه وړاندي كړې دي، هغه ئې منلې دي، لاس ليك كړې ئې دي، او ځينو بې وزلو او مظلومانو ته ئې د دې قانون مطابق سزاگاني وركړې دي. د دې قانون په وړاندي د هغو څېرو سكوت او رضايت او په دې څلورو كلونو كي د هغه په ضد له څه ويلو ډډه كول هم د حيرانتيا وړ دئ چي ځان ته مسلمان وايي او د كابل مرتد لاس پوڅي امريكايي حكومت ته د اسلامي حكومت نوم وركوي!!

دا قانون په اصل كي د اسلام په ضد د صليبي ښكېلاك د كركجن پراخ فرهنگي او تبليغاتي جنگ يوه بله بېلگه ده، هدف ئې نه د ښځو د حقوقو تأمينول دئ، نه د دې مظلومي ټولني ژغورنه او نه د دوى په خلاف د تشدد مخنيوى، په دې سپېرو پاڼو سره ئې يوازي دا هڅه كړې چي د ښځو د ځينو اسلامي حقوقو او وجائبو او په دې اړه د اسلام د ځينو اصولو او لارښوونو په اړه پوښتني راولاړي كړي او هغه د ښځو د انساني حقوقو او عدالت خلاف وښيي، دا ئې د تشدد بارز او څرگند موارد گڼلي: نارينه ته تر يوې ښځي د زياتو نكاح كولو حق، د ښځي د پلار او بل ولي موافقه په نكاح كي ضروري گڼل، د نارينه قيموميت په كورنۍ كي، خاوند ته دا حق وركول چي خپله مېرمن د نشوز او اعراض په صورت كي وهلى شي، له كوره د مېرمني په وتلو كي د مېړه د موافقې لزوم، له نامحرم سره د مېرمني له خلوت او يوازي ليدلو ممانعت،  د طلاق حق يوازي مېړه ته وركول،… په قانون منع خشونت عليه زنان كي نه يوازي دغو مواردو ته د جرم په سترگه كتل شوي بلكي عامل ئې د سزا مستحق گڼل شوى!!

د دې قانون مسوده د يوې امريكايي مېرمني له لوري وړاندي شوې او ژباړه ئې د يوه ايراني له لوري شوې، په ژباړي كي ئې گڼ شمېر داسي ايراني اصطلاحات راغلي چي زموږ د ملي ترمينالوژي خلاف دي، چي څو بېلگي ئې دا دي: استان کابل د ولايت كابل پر ځاى، دادستاني د څارنوالي پر ځاى، دادگاه د محكمې او قضاء پر ځاى، رئيس دادگاه اختصاصي خانواده د محكمه اختصاصي خانواده پر ځاى، معاون وزارت بهداشت د معين وزارت صحت پر ځاى، معاون وزارت دادگستري د معين وزارت عدليه پر ځاى، معاون وزارت امور کشور د معين وزارت داخله پر ځاى، معاون وزارت آموزش و پرورش د معين وزارت معارف پر ځاى، وظايف وزارت بهداشت عمومي د وظائف وزارت صحت عامه پر ځاى، وظايف وزارت کشور د وظائف وزارت داخله پر ځاى، وظايف وزارت دادگستري د وظائف وزارت عدليه پر ځاى، تدابير پيشگيرانه د تدابير احتياطي پر ځاى، کوتاه مدت د قصير المدت پر ځاى، مجلس نمايندگان د ولسي جرگې پر ځاى، به علاوه واگذاري د علاوه بر واگذارى پر ځاى او ډېر نور….  دا اصطلاحات په يوه قانون كي كارول خو آخوا ته پرېږدئ په مطبوعاتو كي د هغوى كارول هم د قانون خلاف عمل او د پردي فرهنگ تحميلولو شرمناكه هڅه ده. متأسفانه ځيني چي په خپله غولېدلي او د نورو غولولو هڅه كوي وايي: دا الفاظ په ايراني فارسي او افغاني دري كي شريك دي نو ځكه ئې كارول مانع نه لري، په داسي حال كي چي دا يوه مغالطه ده، استان يو ايرانى خاص نوم دئ چي د ولايت لپاره وضع شوى، وزارت كشور يو خاص ايراني نوم دئ چي د داخله وزارت لپاره وضع شوى او همداسي ټول نور اصطلاحات، پوښتنه دا ده چي تاسو له دې پرته چي ايراني فرهنگ رائج او ايرانيان ارضاء كړئ بله څه موخه درلودى شئ او كوم مجبوريت دې ته اړ كړي يئ؟ ولي مروج افغاني نومونه پرېږدئ او نامأنوس پردي نومونه كاروئ؟ كاش تاسو يوازي پښتو نومونه دري ته اړولى، تاسو خو ټولو افغانانو ته منلي او پېژندل شوي عربي الفاظ هم ايراني ته اړوئ!!

د 1392 كال د جوزا په مياشت كي دا سپېرې پاڼي ولسي جرگې ته د بحث او تصويب لپاره وړاندي شوې، ولي وړاندي شوې، چا وړاندي كړې، موخه ئې څه ده، دا هغه پوښتني دي چي ډېر ژر به ئې حقيقت جوت شي. د ولسي جرگې په غونډي كي هغو مېرمنو په ډېر جسارت سره له دې قانون دفاع كوله چي د يوناما د سوټي په زور ولسي جرگې ته رسول شوې دي، دوى ويل: دا قانون د جمهور رئيس له لوري توشيح شوى، عملاً نافذ دئ، او دې ته ضرورت نشته چي په ولسي جرگې كي تر بحث لاندي ونيول شي. ځينو ئې ويل: كه دا قانون لغو شي نو نه يوازي زموږ د تېرو دولسو كلونو لاسته راوړني به په اوبو لاهو شي بلكي د ټولو غربي هېوادو مرستي به هم بندي شي!! دا گواښ په لومړي سر كي د هغي امريكايي مېرمني له لوري په رسنيو كي څرگند شو چي د دغه قانون لومړنۍ مسوده د هغې له لوري وړاندي شوې او هغو افغاني مېرمنو ته سپارل شوې چي امريكايانو د ښځو د حقوقو د مدافعينو په نامه گمارلې دي، د ملگرو ملتونو سرمنشي بانكي مون هم د دې قانون ملاتړ وكړ او د كابل حكومت چارواكي ئې وگواښل چي د دې قانون د لغو په صورت كي به د مرستندويو هېوادو غبرگون سخت وي!! د ولسي جرگې دننه او بهر ځينو استازو، علماوو، خطيبانو، استادانو، ليكوالانو، مېرمنو، محصلينو او ځوانانو مثبت او منفي عكس العملونه درلودل، غربپالو څېرو، په غربي هېوادو پوري تړلو خبري او تصويري رسنيو د دې قانون په حمايت كي او د هغو كړيو د دريځ په رد كي پراخي تبصرې درلودې چي دا قانون ئې د اسلام خلاف گڼلى. ما د ځينو مؤيدينو او مخالفينو نظريات د رسنيو له لاري اورېدلي، د ځينو اسلامپالو شخصيتونو دريځ او غبرگون مي په زړه پوري او د قدر وړ موندلى، خو هغه مي كافي او شافي نه دئ انگېرلى، ښايي د هغو محدوديتونو له كبله چي پر دغو رسنيو لگول شوي او د دغو رسنيو د هغه مأموريت له مخي چي ورپه غاړه دئ د دې قانون د مخالفينو آراء په سمه او صحيح توگه نه دي منعكس شوي، دا راته ضروري وبرېښېده چي په دې اړه لږ تفصيلي بحث وشي. په مقدمه كي ئې څو عرائض لرم:

كه تاسو په هېواد كي مزدوري غربپالې خبري او تصويري رسنۍ تعقيب كړې وي، هغه چي د هېواد له اشغال وروسته رامنځته شوې، شمېر ئې نږدې پنځوس تلويزيوني شبكو، يوسل پنځوس راډيوگانو او زر نشريو ته رسېږي او نه نوي سلنه ئې د بهرنيو له لوري تمويل او توجيه كېږي، خپروني ئې د پرديو د گټو پر محور څرخي، ځوانان د اخلاقي فساد، له دين بغاوت، له خپل ملي هويت پردي توب، له منلو افغاني دودونو سره دښمنۍ ته بلي، موسيقي، نڅا، گنده سندري، بربنډ او د اخلاق ضد غربي، هندي او تركي سيريالونه خپرول، قمار، شراب او نورو گنده كارونو ته د ځوانانو تشويق، د دغو رسنيو محوري خپروني دي، مأموريت ئې دا دئ چي د افغان ولس نوى نسل په ځانگړې توگه مېرمني تر فكري او اخلاقي يرغل لاندي ونيسي، له خپل سپېڅلي ديني هويت او ملي دود دستور ئې لري او د پرديو سپك او مبتذل تقليد، غلامۍ او مرييتوب ته ئې چمتو كړي. ډېرى خبريالان او تحليلگران ئې كمونيستان، بې هويته غربپال او دين دښمن ملحدين دي، قومي، ژبني، سمتي او مذهبي اختلافات راولاړوي، د مېرمنو په اړه دا وينا چي افغانستان دوى ته ستر زندان دئ، له خپلو انساني حقوقو محرومي دي،  په كورنۍ كي تر تشدد لاندي دي، او دا ټول نه د دې لپاره چي د ښځو انساني حقوق تأمين شي بلكي د دې لپاره چي هغوى د غربي گنده فرهنگ منلو ته چمتو كړي، دا صحيح ده چي په ډېرو مواردو كي افغان ښځي له خپلو انساني او اسلامي حقوقو محرومي دي، خو څومره امتيازات چي اسلام ښځو ته وركړي په هيڅ دين، مذهب او نظام كي ئې نشو موندلى، څومره چي په افغانستان كي ښځو ته په درنه سترگه كتل كېږي نه ئې په اروپا كي بېلگه موندلى شو او نه په امريكا كي، افغان نارينه تر ښځو زيات له محروميتونو سره مخامخ دي، نارينه ته هم د واده مهر، ولور او نور مصارف ورپه غاړه دي، هم د خپلي مېرمني او اولاد مصارف، بايد شپه ورځ كار وكړي چي د دغو مصارفو له عهدې ووځي، كه په داخل كي كار ونه مومي پاكستان او ايران ته ځي، شاقه كارونه كوي، نيول كېږي، ځورول كېږي، وژل كېږي، كړاوونه گالي چي د خپلي مېرمني او كورنۍ جامه، خوراك او دوا درمل برابر كړي، دا ټول كړاوونه د نارينه په غاړه وي، يو نيم مليون افغانان په شهادت ورسېدل، له ډېرو كونډي او يتيمان پاته شول، خو ټول د خپلوانو په غېږ كي وپالل شول، له ټولو هغو اقتصادي ستونزو سره سره چي افغانان ورسره مخامخ دي، هرچا دا د خپلو اسلامي او افغاني اخلاق او غيرت خلاف او د مروت منافي خبره گڼله چي د كورنۍ كونډه او يتيم ئې سؤال ته اړ شي، كه داسي حالت په كوم اروپايي هېواد راغلى وى خداى خبر چي كونډي او يتيمان به ئې له كوم دردناك برخليك سره مخامخ شوي وو، دا نن او په دې يويشتمي پېړۍ كي، د اروپا او امريكا په هر لوى ښار كي په زرگونو ښځي د خپل عزت خرڅولو له لاري خپل معيشت تأمينوي، يوازي د لندن په ښار كي اويا زره مېرمني؛ دې گنده او د انساني فطرت خلاف كار ته اړي شوې او دولت ته د خپلو  عوائدو كميشن وركوي!!

د دغو مزدورو رسنيو په لومړيتوبونو كي څو سپېره او كركجن موارد په څرگنده توگه تر سترگو كېږي: 1- هغه څه غندل چي دوى ئې د مرد سالاري په نامه يادوي او هدف ئې د نارينه قيموميت او مديريت په كورنۍ كي غندل او ختمول او د كورنيو افغاني جوړښت له منځه وړل دي، 2- نڅا، سندرو، شراب، قمار، بربنډتوب، اسلامي اصولو ته شا كولو او ملي دودونه په لگته وهلو ته د مېرمنو هڅول، 3- د مبتذلو غربي، تركي او هندي فيلمونو له لاري د الحادي او دين دښمن غربي فرهنگ په گنده خم كي د مېرمنو رنگول، 4- اسلام او زموږ ملي عنعنات د هغو ستونزو اصلي عامل گڼل چي ولس په عامه توگه او افغان مېرمني په ځانگړې توگه ورسره مخامخ دي، 5- د مېرمنو په ضد هغه تاو تريخوالى چي منشأ ئې جهل او له اسلامي لارښوونو لري والى دئ اسلام ته منسوبول او دا په داسي حال كي چي دغه تاو تريخوالي له هغه وروسته پراخ ابعاد غوره كړل چي زموږ هېواد صليبي ځواكونو اشغال كړ او دغه رسنۍ ئې د اخلاقي فساد خورولو لپاره رامنځته كړې، د همدغو له كبله وو چي په هېواد كي په پراخه پيمانه د نيشه ئي توكو د كر او توليد لړۍ پيل شوه؛ په شرابو او مخدره موادو د ځوان نسل په ځانگړې توگه د افغاني مېرمنو روږدي كېدو لړۍ پيل شوه، او په همدې تناسب د مېرمنو له لوري د ځان وژنو كچه په بې سابقه توگه لوړه ولاړه، كورنى تاو تريخوالى زيات شو، په ناموسي قتلونو كي زياتوالى رامنځته شو، د طلاقونو او د كورنيو د متلاشي كېدو كچه لوړه شوه.

آيا د نكاح لپاره يوازي د زوجينو توافق كافي دئ؟

غربپالي مېرمني او د دوى غربي استادان د نكاح په اړه په دوو خبرو ډېر ټينگار او اصرار كوي: 1- يوازي د ښځي او سړي تر منځ خپل منځى توافق د نكاح لپاره كافي گڼي او د دواړو لوريو د خپلوانو (مور، پلار او بل ولي) توافق ضروري نه بولي، 2- دې ته ترجيح وركوي چي نكاح د ځوانۍ او پېغلتوب په لومړيو كي ترسره نشي، موخه ئې يا دا ده چي د ژوند دا برخه د آزاد جنسي تلذذ په حالت كي تېره شي او يا دا چي په واده كي ځنډ د نفوس زياتوالي په مخنيوي كي ممد دئ .

په دغو دواړو مواردو كي د دوى دريځ نه يوازي د اسلام خلاف دئ بلكي د علم، عقل او فطرت خلاف هم دئ، په دې اړه څو خبري د يادولو وړ دي:

علمي څېړنو ثابته كړې ده چي څوك په ځوانۍ كي واده وكړي اولاد به ئې تر هغه چا زيات روغ، پياوړى او له عقلي پلوه وړاندي وي چي په زړښت او له دېرش كلنۍ وروسته واده كوي.

د غرب آزاد، گنده، غير مهذب او غير قانوني جنسي تعلقاتو وښوده چي دا بې مهاره جنسي شذوذ انسان او انساني ټولني ته څومره ستري ستري ستونزي راولاړوي، د ايډز خطرناكه او وژونكې بيماري د همدې غير فطري ښكارندويي زېږنده ده او ورځ په ورځ زياتېدونكي ناموسي قتلونه له دغي فتنې خړوبه كېږي.

كله چي انسان د بلوغ سن ته ورسېږي، له فطري او جسمي پلوه د ازدواج وړتيا ترلاسه كړي، ولي او د كوم علمي او عقلي دليل له مخي به د هغه ازدواج ناسم او غير مجاز عمل گڼو؟!!  په ټولو ژوو كي دا فطري قانون نافذ او مرعي الاجراء دئ چي هر يو ئې له بلوغ وروسته ځان ته جوړه غوره كوي او بېله كورنۍ جوړوي، ولي به انسان له دې عمومي، فطري او طبيعي قانون مستثنى كوو، د دې استثناء لپاره به كوم علمي او عقلي دليل وړاندي كوو؟!!

د ازدواج د ځنډولو منصوبه د هغو له لوري وړاندي شوې چي د انسانانو ډېرښت د اقتصادي ستونزو عامل گڼي، دا په داسي حال كي چي د نړۍ اقتصادي ستونزي له هغه ظالمانه اقتصادي نظام راولاړي شوې چي د امكاناتو د غيرعادلانه وېش له كبله رامنځته شوى.

قرآن دا د فرعوني نظام يوه اساسي نښه گڼي چي د مظلوم، مستضعف او بې وزلي قوم له ډېرېدو به وېره لري او د دوى د شمېر راكمولو هڅه به كوي. قرآن وايي: فرعون د بني اسرائيلو د زامنو د وژلو لړۍ په دې موخه پيل كړه چي دوى په ضعف او ناتوانۍ كي وساتي او پرې نږدې شمېر ئې زيات شي، قرآن د بني اسرائيلو لپاره د (مستضعف) اصطلاح كارولې، په دې لفظ كي دغه معنى نغښتې ده چي حاكم نظام په ناتوانۍ او ضعف كي د دوى د ساتلو هڅه كوله. دا اوس چي تاسو گورئ غرب او په سر كي ئې امريكا، په ټول توان طاقت د دې هڅه كوي چي د درېيمي نړۍ ولسونه دې ته اړ كړي چي د اولاد پيدا كولو بهير كنټرول كړي او د خپل نفوس د سريع زياتوالي مخه ونيسي، دوى خلكو ته دا وايي چي د نفوس زياتوالى د فقر باعث دئ، حال دا چي په زمكه كي د رزق او روزي موجود وسائل هومره دي چي د موجوده شمېر څو برابره انسانانو ته روزي وركولى شي، په ټولنه كي فقر او لوږه له دې نه ده راولاړه شوې چي د رزق او روزي وسائل د نفوس په تناسب نه دي، برعكس د فقر اصلي عامل د زمكي د وسائلو او شتمنيو غيرعادلانه وېش دئ، دا ستونزه له طبقاءتي نظام راولاړه شوې، دا د غرب د پانگوال او ظالمانه اقتصادي نظام زېږنده ده. دا د انسانانو له خپلو ظالمانه تصرفاتو او غيرعادلانه وېش راولاړه شوې ستونزه ده چي د شتمنيو لويه برخه ئې د محدود شمېر شتمنو په لاس كي ده او اكثريت ئې د ژوند له ضروري اړتياوو محروم دي او همدغو محرومانو ته په دروغو ويل كېږي چي ستاسو د فقر او لوږي وجه د نفوس زياتوالى دئ، شمېر مو كم كړئ، د ازدواج نېټه د عمر پاى ته وځنډوئ، په يوه او دوه اولادونو اكتفاء وكړئ چي اقتصادي ستونزه مو حل شي. د تېري زمانې فرعونيانو ئې زامن په چاړو حلالول خو د اوس زمانې فرعونيان ئې په څو تابليتونو د مور په رحم كي وژني.

دې ته مو بايد پام وي چي د بني اسرائيلو د عروج او زوال په قصه كي هغه ثابت الهي سنن توضيح شوي چي تل تكرارېږي، انساني تاريخ په حقيقت كي د هغو پېښو د تكرار اوږده قصه ده چي د بني اسرائيلو په قصه كي ئې تاريخي بېلگي گورو. هره زمانه ځانته فرعون لري او په مقابل كي ئې د موسى عليه السلام په څېر يو مجاهد، تل به گورئ چي د مجاهدينو په ليكو كي ټگمار سامري راپيدا شي او مجاهدين د الله له بندگۍ د سخوندر په څېر د يوه جعلي او كاذب معبود بندگۍ ته بيايي، د زمانې په هر پړاو كي به د بلعم بن باعوراء په څېر د ټگمارو مذهبي مشرانو شاهد وئ، هغه چي دين په دنيا پلوري، د مذهب تر نامه لاندي د فرعون ملگرتيا او د موسى مقابله كوي، تل به قارون د فرعون په خوا كي گورئ او فرعوني نظام به د خلكو د زامنو د وژلو او د ولس د شمېر كمولو هڅه كوي!!

قرآن نه يوازي د فرعون په قصې كي د نفوس كمولو هڅه فرعوني نظام ته منسوبوي بلكي په لاندي آيت كي د خلكو مال په ناحقه خوړل د خلكو له وژلو سره مترادف گڼي او دواړه څنگ په څنگ كي يادوي او فرمايي:

اې مؤمنانو! مالونه مو په خپل منځ كي په ناروا مه خورئ، مگر دا چي ستاسو د رضامندۍ تجارت وي او ځان وژنه مه كوئ، يقيناً چي الله درباندي مهربانه دئ. او چا چي په تېري او ظلم سره دا كار وكړ، حتماً به ئې اور ته ننباسو او دا خو الله ته آسان دئ. النساء: 29

په دې مباركو آيتونو كي د مسلمانانو ترمنځ د اقتصادي اړيكو په ارتباط څو اساسي لارښووني شوې:

په ناروا به يو د بل مال نه خورئ. په دې كي ټولو هغو ناراوو لارو ته اشاره شوې چي اسلام حرامي كړې، ربا، قمار، احتكار، دوكه، رشوت، د حرامو شيانو تجارت او نور.

تجارت درته جائز دئ، په دې سره كولى شئ يو له بله جائزه گټه ترلاسه كړئ، خو په تجارت كي به د طرفينو رضايت په پام كي نيسئ، يو به د بل له مجبوريتونو ناروا گټه نه اوچتوي.

له ځان وژلو ډډه وكړئ، مبادا د فقر له وجهي او يا د فقر له وېري ځان يا خپل اولاد ووژنئ. د الله له رحمته مه مأيوسه كېږئ.

خو كه دا انسان وژنه له ظلم او تېري راولاړه شوې وي او د انسانانو د مرگ او وژل كېدو عامل ظلم او تېرى وي، نو دا ظالمان او تېرى كوونكي دي د الله عذاب ته انتظار وكړي. د دې معنى دا ده چي مبادا كوم انسان په ظلم او تېري سره ووژنئ او يا داسي اقتصادي نظام رائج كړئ چي د نېستمنو د مزيد نېستمن كېدو باعث شي او د دوى په تدريجي مرگ منتج شي. دا اوس چي غربي استعمار په نړۍ باندي كوم اقتصادي نظام مسلط كړى، نړۍ ئې په بډايو او فقيرو هېوادو وېشلې، يو له ډېرو خوړو چوي او بل د يوې گولې وچي ډوډۍ له نه موندلو مري، يو د پړسوب او پرېړتوب بيماريو لپاره دواگاني او علاجونه لټوي او بل سل او ملاريا وهلى، د هډوكو له پاسه ئې له پوستكي پرته بل څه نشته، يو په سترو سترو افسانوي بنگلو كي هم قانع نه وي او بل يا له زړوكو جوړي شوې خېمې كي يا له ټيم جوړي شوې گوډلي كي د ژمي سړې شپې يا د دوبي تودې ورځي تېروي، د غرب ظالمانه پانگوال نظام د ژوري په څېر د وروسته پاته هېوادونو د مظلومو ولسونو ويني زبېښلې، ظالم او بې رحمه حكومتونه، جنرالان او پاچايان ئې ورباندي مسلط كړي، د دوى شتمنۍ ئې غارت كړې، يوه ټوټه اوسپنه او پلاسټيك د سرو زرو په بيع ورباندي پلوري، جنرالان ئې شتمنۍ په وسلو مصرفوي خو دا وسلې د دې پر ځاى چي د دښمن په ضد استعمال شي پخپله د ولس د ځپلو لپاره كارول كېږي، په تېري پېړۍ كي به استعماري ځواكونو د خپل فوځ په زور ملكونه نيول او خپلو كمپنيو ته به ئې سپارل، خو اوس د دغو هېوادونو خپل فوځونه دا كار ورته كوي. څو جنرالان په ارزانه بيع واخلي، هم فوځ د دوى په ولكه كي راشي او د قيامونو د ځپلو لپاره ترې كار اخلي او هم د كودتاگانو له لاري نظامونه او چارواكي ئې يو په بل بدلوي. د قرآن په دغه وينا كي دا ټول حقائق توضيح شوي، واقعاً چي په ناروا سره د خلكو مال خوړل، د انسانانو د مرگ او هلاكت لوى عامل دئ.

اسلام د نكاح تړون ته د داسي تعهد او تړون په سترگه گوري چي د دوو انسانانو (نر او ښځي) تر منځ د يوه نوي گډ ژوند بنسټ جوړوي، يوه نوې كورنۍ رامنځته كوي، د نسل د دوام شرائط برابروي، اولاد ته د پالني او روزني مصئون او خوندي غېږ جوړوي، د انسان جنسي اړتيا له قانوني او صفا لاري رفع كوي، په دې نكاح سره دواړه لوري په خپلو كي ژمنه كوي چي د ژوند په سفر كي به څنگ په څنگ وړاندي درومي، په ملگرتيا كي به ئې وفا، اخلاص، مينه او صداقت وي، د يوه غېږ به د بل لپاره داسي پناه ځى وي چي له جنسي انحراف ئې ساتي، اسلام په نكاح كي د جانبينو د توافق او نوموړي تعهد او ژمني ترڅنگ دا هم ضروري گڼي چي نكاح د جانبينو د كورنيو او اولياءو په رضايت او توافق ترسره شي، موخه ئې د اولاد درلودل او د يوې نوې كورنۍ جوړول وي، د نكاح ژمنه او تړون قانوني او څرگند وي، نور هم پرې خبر شي، د دې لپاره ئې د وليمې په نامه محفل جوړول او خلك ورته رابلل غوره دود گڼلى او حتى د دريا وهلو اجازه ئې وركړې، او دا ټول د دې لپاره چي نور خلك هم له دې تړون او ژمني خبر شي او له دې څرگندي نكاح وروسته د ټولني هر غړى د دې تړون درناوى وكړي او په دې اړه قانوني پولي داسي مراعات كړي او له ړنگولو ئې ډډه وكړي لكه چي د نورو ملكيتونو په اړه خپل او د بل حد مراعاتوي او له قانوني پولو اوښتل تېرى او تجاوز گڼي. اسلام وايي: نكاح به د اولاد درلودو په موخه وي نه د جنسي غريزې د اشباع په موخه.

غربي منحط فرهنگ موږ ته وايي: د انسانانو د ډېرښت مخنيوى وكړئ، چرگان، خوگان او سويان زيات كړئ!! له يوې خوا داسي ماشينونه جوړوي چي په سريع توگه او له طبيعي بهير پرته له هگيو چوچوڼي راوباسي خو بلي خوا ته داسي دواگاني بازار ته راباسي او په پراخه پيمانه تبليغات ورته كوي چي د حمل په مخنيوي او د سقط جنين په كار كي له مېرمنو سره مرسته كوي، ځوانانو او پيغلو ته وايي: له نكاح ډډه وكړئ، او د خپلو جنسي اړتياوو رفع كولو لپاره girl friend او boy frind  (ملگرې نجلۍ او ملگرى هلك) غوره كړئ، د حمل مخنيوي لپاره له دواگانو استفاده وكړئ!!! نه پوهېږو د كوم انساني معيار له مخي دا د عقل، انساني عاطفې او فطري سننو مخالف كار د توجيه وړ دئ، اسلام وايي: كله چي ځوانۍ ته ورسېدئ كه توان ئې لرئ نو واده وكړئ، غوره مېرمن هغه ده چي ودود (مينه ناكه) او ولود (د زيات اولاد زېږوونكې) وي، كومه مؤمنه مېرمن چي دوه او تر هغه زيات اولاد وروزي جنت به ئې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم خوا ته وي، كه نكاح درته مقدور نه وي نو د عفت او صبر لمن كلكه ونيسئ، د روژې په نيولو سره خپلي نفسي غوښتني مهار كړئ او له نارواوو لارو ډډه كوئ.

په نكاح كي د جانبينو توافق شرط دئ

اسلامي شريعت د نكاح او يوې نوې كورنۍ د جوړلو لپاره د جانبينو توافق شرط كړى، او د جانبينو د كورنيو تر منځ توافق ئې غوره او گټور گڼلى، دواړو ته په ښه سلوك او په خپلو كي په مشوره توصيه كوي، د لانجو غوڅولو لپاره دواړو ته د صبر، زغم او عفوي سپارښتنه كوي او كه په دې ئې لانجه حل نه شوه، د دواړو خپلوانو ته وايي چي مداخله وكړي او ستونزه حل كړي، د روغي جوړي لپاره دي په گډه د مصالحې كوم هيئت او جرگه غوره او لانجه دي حل كړي، كه په دې هم مشكل حل نه شو نو مېړه ته ئې د طلاق واك وركړى، په داسي حال كي چي وايي: د الله په وړاندي تر ټولو كركجن حلال كار طلاق دئ. طلاق ئې له هغي ترخې دوا سره تشبيه كړى چي ډاكټر ئې د علاج لپاره ناچار خپل بيمار ته وركوي. د نكاح او طلاق په اړه د اسلامي شريعت لارښووني داسي دي چي هم د مېړه او ښځي ترمنځ گډ ژوند د ميني، پېرزويني او احترام په فضاء كي وي او هم ئې د مجبوريت په صورت كي بېلېدل په ښه او غوره توگه، داسي ضوابط ئې وضع كړي چي دا معامله د دوو كورنيو ترمنځ د نږدې والي ذريعه وي نه د منافرت او دښمنۍ باعث.

د طلاق واك نارينه ته او په مقابل كي ئې د مهر حق ښځي ته وركړى شوى، دا مهر د ښځي د مستقبل لپاره ډېر حكيمانه او غوره تضمين دئ، چي مېړه ونشي كولى بې موجبه خپلي مېرمني ته طلاق وركړي، يا د دې لپاره چي د هغې پېغلتوب ختم او د ځوانۍ ښايست ئې نه وي پاته او مېړه ئې غواړي له دې ځان خلاص كړي او بله پېغله او ښايسته وكړي، يا هسي تر دې ئې بله خوښه شوې وي، دې ته طلاق وركړي او په بلي ئې بدله كړي، د دې لپاره چي څوك د ښځو په برخليك لوبي ونكړى شي، اسلامي شريعت د مهر حق ښځي ته وركړى او د همدې لپاره شريعت د مهر لپاره خاص حد نه دئ ټاكلى، دا اختيار ئې ښځي ته وركړى چي د خپل مستقبل د تضمين لپاره له مېړه څه ترلاسه كول ضروري گڼي، كه مېړه ښځي ته طلاق وركوي نو دا حق نه لري چي دې ته له وركړو شيانو د مهر په شمول څه ترې بېرته واخلي، خو كه ښځه د طلاق غوښتنه كوي نو بيا به دې ته خود تيارېږي چي له مېړه اخيستى مهر بېرته مسترد كړي او په دې سره د دوى لانجه پاى ته ورسېږي. د درېيم ځل طلاق معنى دا ده چي دا دواړه نور د گډ ژوند وړتياوي نه لري، خو كه دې ښځي له بل سره نكاح وكړه او دا نوې نكاح هم په طلاق منتج شوه، ښايي دې ترخې تجربې لومړنۍ جوړه دې نتيجې ته رسولې وي چي يو ځل بيا گډ ژوند پيل كړي، دوى ته د دې كار اجازه وركړى شوې، خو په دې شرط چي يو د بل د حقوقو د مراعات اراده او توان په ځان كي وگوري.

الله تعالى سړي ته د رجعت جواز د دې لپاره وركړى چي مېړه او مېرمني ته ئې د تجديد نظر او په خپلو كړو وړو د بيا كتني فرصت وركړي، د موقت بېلتون په دوران كي دواړه دا وگوري چي د تل لپاره يو له بل بېلتون؛ دوى دواړو او اولادونو ته ئې څومره ستونزي راپيدا كوي، خو مبادا له دې رخصت او جواز غلطه استفاده وشي او مېړه د ښځي د ځورولو لپاره ترې كار واخلي. الله تعالى داسي كار په الهي آيتونو ملنډي وهل او په خپل ځان له ظلم كولو سره مترادف گڼلى او دا ئې د هغه الهي نعمت ناشكري گڼلې چي د كتاب او حكمت په بڼه كي د دوى په برخه شوى. دوى بايد متوجه وي چي معامله ئې له هغه عليم خداى سره ده چي په هر څه پوه دئ او د دوى هيڅ څه ترې پټ نه پاته كېږي.

آيا په ازدواج كي د ولي موافقه د ښځي پر آزادۍ تېرى دئ؟

د اسلامي ضوابطو په اړه د هغه چا اعتراض ډېر بې بنسټه او غلط دئ چي وايي په ازدواج كي د ولي موافقه لازمي گڼل د ښځي د بشري حقوقو خلاف شرط دئ!! هغوى نه پوهېږي چي دا موافقه څومره اهميت لري او له عدم مراعات ئې څومره ستونزي راولاړېږي. هومره چي مور او پلار د خپلي لور مستقبل په پام كي ساتي او د خپلو تجربو له مخي هغې ته سمه لار ښودلى شي او ښه مشوره وركولى شي، په خپله دا ئې نشي كولى. دا خو نه د مور پلار په اندازه تجربه لري او نه معرفت، ډېر ځله داسي واقع كېږي چي هغه د جذباتو او احساساتو له مخي فيصله وكړي، د چا حسن، لباس او ظاهري وضع ئې تر اغېز لاندي راولي، جذباتي فيصلې ته ئې وهڅوي، خو مور پلار ئې ډېرو نورو اړخونو ته هم توجه كوي او د خپلي لور مستقبل او ښه ژوند په پام كي نيسي.

كوم زوى او لور چي د مور او پلار له موافقې پرته له داسي چا سره نكاح كوي چي هغوى ورسره موافق نه وي، په حقيقت كي د يوې نوې او نه آزمويل شوې اړيكي لپاره گڼ شمېر ژوري او له ميني او پېرزويني ډكي اړيكي شلوي، آيا صحيح ده چي مور او پلار دومره بې ارزښته وگڼل شي چي زوى او لور ئې د خپلي نكاح په اړه د هغوى رأيي ته اعتناء ونه كړي، د هغوى د خوښي او رضايت پرته عمل وكړي او ځان پر دې هم مكلف ونه گڼي چي د هغوى قناعت او موافقه ترلاسه كړي؟!! دا رأيه يوازي هغه څوك وركولى شي چي موخه ئې د كورنيو ړنگول وي نه جوړول!!

دا جنابان دې ته تيار نه دي چي كومه سېرلۍ ئې د بل له سېرلي سره په خپل سر ولاړه شي، بل ته څنگه وايي چي ستا لور كولى شي له هغه چا سره په خپل سر او ستا له خبرولو پرته ولاړه شي چي ته ئې ورته مناسب نه گڼې.

د ژوند همسفر په احتياط او دقت سره انتخاب كړئ

اسلام موږ ته سپارښتنه كوي چي د ژوند همسفر په انتخاب كي دقت او احتياط وكړو، په دې اړه زموږ پرېكړه پر جذباتو ولاړه نه وي، دا حقيقت بايد په پام كي ولرو چي په نكاح سره د يوې نوې كورنۍ بنسټ اېښودل كېږي، دوه كسان په خپلو كي تعهد كوي چي د ژوند په دې سفر كي به يو د بل مخلص او صادق ملگري وي، په دې اوږده سفر كي د دوى تر منځ فكري وحدت تر بل هر څه زيات مهم او ضروري دئ، د دوى دواړو لپاره هم او د اولاد لپاره ئې هم، د دې همسفر او ملگري په غوره كولو كي تر هر څه زيات بايد د هغه ايمان او عقيدې ته اهميت وركړى شي، يوازي يو مؤمن همسفر به د ژوند په لوړو ژورو كي ستا ډاډمن مټ وي، بل ته به پر تا ترجيح نه وركوي، نه به له تا سره خيانت كوي او نه ستا له اولاد سره، كه د همسفر په غوره كولو كي؛ دې ته توجه ونكړې او د مال، جمال او حسب او نسب له مخي ئې غوره كړې، نو يا به دا ملگرتيا لنډه ثابته شي، يا به كور درته تنور شي او يا به ئې پايله د جهنم اور شي، ستا لپاره هم او ستا د اولاد لپاره هم، پيغمبر عليه السلام په دې اړه څومره عبرتناكه وينا لري:

عن أنس بن مالك قال سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول من تزوج امرأة لعزها لم يزده الله إلا ذلا ومن تزوجها لمالها لم يزده الله إلا فقرا ومن تزوجها لحسنها لم يزده الله إلا دناءة ومن تزوج امرأة لم يتزوجها إلا ليغض بصره أو ليحصن فرجه أو يصل رحمه بارك الله له فيها وبارك لها فيه. رواه الطبراني

انس رضي الله عنه وايي: له رسول الله صلى الله عليه وسلم مي واورېدل چي فرمايل ئې: چا چي كومه ښځه د هغې عزت ته په پام سره نكاح كړه، الله به ئې له ذلت پرته بل څه ورته زيات نه كړي او چا چي د هغې د مال په وجه په نكاح كړه نو الله تعالى به له فقر پرته بل څه ورته زيات نه كړي او چا چي د هغې د حسن په وجه په نكاح كړه، نو الله تعالى به له دنائت پرته بل څه ورته زيات نه كړي او چا چي كومه ښځه يوازي د دې لپاره په نكاح كړه چي خپلي سترگي (له گناه) راتم كړي او يا خپل عورت حفظ كړي او يا د خپلوۍ اړيكي ټينگي كړي نو الله تعالى به دوى دواړه يو بل ته د بركت باعث كړي.

عن أبي هريرة عن النبي صلى الله عليه وسلم قال تنكح المرأة لأربع لجمالها ولحسبها ولمالها ولدينها فعليك بذات الدين.

له ابو هريرة رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله  صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ښځي د څلورو خصلتونو له مخي په نكاح كېږي: ښايست ئې، حسب و نسب ئې، مال ئې او ديانت ئې، نو ته ئې دينداره غوره كړه.

د مجردو ځوانانو او پېغلو په اړه د چارواكو ديني دنده

قرآن ټول مسلمانان او د دوى چارواكي كه دا پلار وي او كه بل ولي او حكومتي چارواكي پر دې گمارلي چي د پېغلو او ځوانانو د نكاح بند و بست وكړي، دوى ته لارښوونه كوي چي اقتصادي ستونزي بايد د دې كار مانع نشي، قرآن په دې اړه فرمايي:

او خپل بې واده (نارينه او ښځي) او خپل بې واده صالح مريان او وينځي واده كړئ، كه فقيران وي الله به ئې په خپل فضل سره شتمن كړي، او الله پوه د وسعت خاوند دئ، او هغه چي واده نه مومي تر هغه دي عفت غوره كړي چي الله ئې په خپل فضل سره شتمن كړي، او ستاسو په لاس كي هغه (مريان او وينځي) چي د مكاتبت غوښتنه كوي نو مكاتبت ورسره وكړئ كه كومه ښېگڼه په كي وگورئ، او د الله له هغه مال څه وركړئ چي تاسو ته ئې دركړى، او د دنيايي گټي په لټه كي خپلي وينځي بدلمنۍ ته مه اړباسئ، (خاصتاً) كه هغوى پاك لمني غواړي، او څوك چي هغوى اړباسي نو يقيناً چي الله د دوى له اړ كېدو وروسته (ورته) مهربان بخښونكى دئ.  النور: 32-33

په دې مباركو آيتونو كي دا لارښووني ځلېږي:

مؤمنانو ته ويل شوي چي د خپلو بې واده او مجردو نارينه او ښځو او د بې واده صالح مريانو او وينځو د واده بند و بست وكړي، د بدلمنيو او اخلاقي فساد د مخنيوي تر ټولو اغېزمنه او ډاډمنه طريقه دا ده چي بلوغ ته رسېدلي ځوانان او پېغلي او له واده پاته شوي نارينه او ښځي واده كړى شي او د اوږدې مودې لپاره د مجرد پاته كېدو مخنيوى وشي، د كورنۍ مشران او د ټولني واكمنان بايد دې لوري ته خاصه توجه وكړي او هغه خنډونه له منځه يوسي چي نكاح پېچلې او ځنډمنه كوي.

فقر او اقتصادي مشكلات بايد په واده كي د ځنډ باعث نشي، نه دي واده كوونكي د خپلو اقتصادي ستونزو له كبله او يا له دې وېري چي واده به ئې له اقتصادي مشكلاتو سره مخامخ كړي د واده كار ځنډوي، او نه دي پلرونه دا غلطي كوي چي كوم صالح او نېك انسان ته د خپلي لور له وركولو له دې كبله ډډه وكړي چي هغه نېستمن او فقير دئ. باور او هيله ئې بايد دا وي چي الله تعالى به ئې په خپل فضل سره شتمن كړي، دا لارښووني د هغه الله تعالى له لوري دي چي ښه پوه او د وسعت خاوند دئ، په هغه څه مو گماري چي ستاسو خير په كي مضمر دئ، كه د عليم خداى په لارښوونو عمل وكړئ له تنگسې به مو وباسي او پراخي به درپه برخه كړي.

هغه چي د واده توان نه لري او امكانات ئې نه مومي تر هغه دي د عفت لمنه كلكه ونيسي او په گناه كي له پرېوتو دي ځان وساتي چي الله تعالى ئې په خپل فضل سره شتمن كړي. له شتمن كېدو سره سم دي له ځنډ پرته دا كار وكړي.

كوم مريان او وينځي چي د مكاتبت غوښتنه كوي، غواړي له غلامۍ وژغورل شي او د آزاد او خپلواك انسان په څېر ژوند وكړي، خپله آزادي پېري، له مالك سره داسي تړون ته چمتو كېږي چي د خپلي آزادۍ په بدل كي كومه مالي معاوضه يا كوم گټور كار ترسره كړي، نو الله تعالى مؤمنانو ته لارښوونه كوي چي نه يوازي داسي تړون ته چمتو شي بلكي مالي مرسته ورسره وكړي او له هغه مال يو څه وركړي چي الله تعالى د دوى په واك كي وركړى، خو مشروط په دې چي په هغه كي كومه ښېگڼه وگوري، د آزاد ژوند لپاره ئې مستعد ومومي، په دې پوه شي چي هغه دومره اهليت او كفايت لري چي خپل كارونه په سمه توگه ترسره كړي او د يوه صالح او نېك انسان په توگه آزاد ژوند وكړي. داسي نه چي آزادي ورته له اخلاقي حدودو د وتلو لار پرانيزي او بدو كارونو ته مخه كړي.

 مؤمنانو ته سپارښتنه شوې چي د دنيايي گټي په لټه كي خپلي وينځي بدلمنۍ ته اړي نه كړي، خاصتاً كه هغوى پاك لمني غواړي، او څوك چي هغوى اړباسي نو يقيناً چي الله د دوى له اړ كېدو وروسته ورته مهربان بخښونكى دئ. لكه چي ومو ليدل تر دې وړاندي د دوى په اړه دا مهمي سپارښتني وشوې چي د واده بند وبست ئې وكړئ او كه ئې آزادي غوښته او تاسو د آزاد ژوند اهليت په كي وليد، آزاد ئې كړئ او مرسته ورسره وكړئ، دلته د هغو ذليلو انسانانو په كركجني كړني نيوكه كوي چي د وينځو د ناموس او عفت سوداگران دي، د دنيوي گټي په موخه له وينځو د فاحشو او عزت پلورو په توگه استفاده كوي، تر اسلام وړاندي د عربي ټولني حالت همداسي وو، وينځي به د همدې حرفې لپاره كارول كېدې، په جاهلي ټولنو كي، كه دا تر اسلام وړاندي وې او كه نن او په يوويشتمي پېړۍ كي، هلته چي دين حاكم نه وي، او د حلال او حرام پولي د الهي دين له مخي نه ټاكل كېږي، هلته چي د شيطان پاچايي وي، هلته چي انسان د خپل هوس بنده وي، نو هلته به د شهوت مهارول او حلال او حرام، جائز او ناجائز ته حدود او پولي ټاكل؛ نه يوازي ممكن نه وي بلكي كركجن به گڼل كېږي او په وړاندي به ئې حساسيت ښودل كېږي، ناموس پلورنه او بدلمني به په گټوري تجارتي حرفې بدلېږي، له اسلام وړاندي د عربي ټولني حالت همداسي وو، نن د غربي ټولني حالت همداسي دئ، كه تاسو د غربي ټولني هر لوري ته مخ واړوئ؛ د دې گنده او د انساني فطرت ضد عمل مظاهر به له ورايه وگورئ، په بازار كي، په مغازه كي، په هوټل كي، په بانك كي، په دفتر كي، د جمهوري رياست له ماڼۍ د ټرافيك تر غرفې، حتى په كليسا كي به د دې آثار او اغېز ومومئ، دا نن د لندن په ښار كي تر اويا زره زياتي د عزت پلورني او بدلمنۍ رسمي هټۍ دي چي دولت ته كميشن وركوي!!! له همدې لاري دولت تر لاسه كېږي، له همدې لاري لوړو مقاماتو ته د رسېدو دروازې پرانيستل كېږي، استخباراتي شبكې له همدې دام جوړوي، پټو اسرارو ته لار مومي، وبه گورئ چي د ژوند پر هري برخي د دې گنده حرفې تور وزر غوړېدلى. اسلام راغى، د فكري، اخلاقي، اجتماعي او اقتصادي اصلاحاتو لړۍ پيل شوه، هغه چي په پرونۍ جهل ځپلې او شرك وهلې ټولني كي د امتيازاتو خاوندان ول، چا له مذهب ځان ته حرفه جوړه كړې وه، چا ته د ټولني اجتماعي جوړښت واكمني ورپه برخه كړې وه، چا د ټولني له مخكنيو اقتصادي مناسباتو بې شمېره گټي ترلاسه كولې، څوك په اخلاقي فساد اخته وو او له آزادو جنسي اړيكو ئې خوند اخيست، او چا د عزت او ناموس سودا گري كوله، دوى ټولو اسلام ځان ته گواښ گڼلى او په خپل خپل وار او خپل خپل وخت كي ئې د اسلام مقابله كړې، په مكه كي د دې مخالفت مشري د ابو جهل په غاړه وه او په مدينه كي د عبد الله بن ابى بن سلول، يوه څرگنده مقابله كوله او له خپل پلرني مذهب د دفاع تر نامه لاندي، بل په پټه مقابله كوله او د اسلام په جامه كي، د عبدالله بن ابى بن سلول دښمني تر ابو جهل خطرناكه وه، د افك هغه فتنه چي د النور په مباركي سورې كي پرې بحث شوى د ده له لوري راولاړه شوې وه، دى شتمن وو، د ټولني مخكني جوړښت مرفه ژوند ورپه برخه كړى وو، وينځي او غلامان ئې درلودل، خپلي وينځي ئې عزت پلورني ته اړي كړې وې او له دې لاري ئې عوائد ترلاسه كول، مدينې ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم په راتلو سره هغه نه يوازي خپل مخكنى مقام او اعتبار له لاسه وركړ بلكي دغه بازار ئې هم سوړ شو، د اسلام پر اخلاقي اړخ بريد كول د ده يو ضرورت وو، هغه په دې موخه د افك فتنه راولاړه كړې وه او هغې ته ئې لمن وهله چي د خپلي بې عزتۍ او سپكاوي مشكل پرې حل كړي، هغه مشكل چي د عزت پلورني له كبله ورسره مخامخ شوى وو. د ده په اړه په آثارو كي راغلي چي شپږ وينځي ئې د همدې كار لپاره كښېنولې وې، يوه ئې معاذه نومېده، مسلمانه شوه، له دې گنده عمل ئې د لاس اخيستو او توبې پرېكړه وكړه، ابن ابى بن سلول سخته وځوروله، هغې ابوبكر رضي الله عنه ته شكايت وكړ، خبره ئې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ورسېده، حكم ئې وكړ چي هغه دي د دې ظالم له منگولو وژغورل شي.

نور دلته ولولئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب