تاند( یکشنبه ، د سرطان پینځمه ) د طالبانو چارواکو ويلي، چې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ ستر پُل چې په تېرو جگړو کې یې درېیمه برخه ویجاړه شوې وه، د دغه ولایت د ټولگټو چارو ریاست له بودجې د څه پاسه څلور میلیونو افغانیو په لګښت د دریو میاشتو په موده کې جوړ او گټې اخيستنې ته وسپاره.
ياد شوی پُل هغه مهال ، چې طالبانو د جمهوري نظام خلاف سختې جګړې کولې ، ويجاړ شوی و.
ارغنداب د طالبانو او جمهوري نظام د سختو جګړو مرکز و، چې سلګونه تنو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې وه.
د طالبانو ورته رغنیزې چارې د خلګو هرکلي سره مخ شوي دي.
خدای دی جمبوریت نه بښی چی زموږ څه ښه پلونه یی ورانول او د ډیرو ولوسوالیو ودانی یی هم ورانی کړی وی اوس به مو څومره فیشرفت درلود. په ډیرو دغو پلونو او ولسوالیو کی می کار کړی و