یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهد‌ ملا برادر څه باندې ۳۰۰ ساتونکي وروزل شول

د‌ ملا برادر څه باندې ۳۰۰ ساتونکي وروزل شول

تاند( یکشنبه ، د سرطان پینځمه )‌‏‏ ‏د طالبانو د رئیس‌الوزرا او ارګ د ساتنې لوی ریاست د نوي تشکیل له مخې، د دوی په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند لسګونه ساتونکي له څو میاشتنیو پوځي زده کړو وروسته فارغ شول.

د طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي:« د کمانډو د دغو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي او یوشمېر نورو دولتي چارواکو هم ګډون کړی و.»

په دغو مراسمو کې، ملا عبدالغني برادر اخوند، په خپلو خبرو کې فارغانو ته وویل: « نن الحمدلله اشغال ختم شوی، دښمن پوره ماتې خوړلې؛ خو په سیاسي او اقتصادي برخو کې لا هم د دښمن دسیسې پای ته نه دي رسېدلې او په هره ممکنه لاره زموږ پر وړاندې خنډونه جوړوي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل: « هېڅکله یوه ملت ټولې نړۍ ته په یوازې ځان ماتې نه ده ورکړې، خو دغه کار د اسلامي امارت مجاهدینو وکړ چې له دې سره نه یوازې د افغانانو، بلکې د نورې اسلامي نړۍ د بېوزلو مسلمانانو سترګې هم ستاسو پر لوري دي.»

د طالبانو د اعلاميې له مخې، د ملا برادر ساتونکو ته د مسلکي نظامي ښوونې او روزنې پر مهال د معیاري عسکري نظام او عامه نظم ساتنې اصول، د نظم او ډسپلین په برخه کې د جمنازیوم لارښوونې، د سپکو او درندو وسلو د تطبیقاتو مهارتونه او مانورونه، نښه ویشتنه او همدارنګه د تعرض او کمین ترڅنګ یو شمېر نور پوځي تمرینونه هم ورکړل شوي دي.

د ملا برادر د سلګونه ساتونکو د روزنې خبر په داسې مهال ورکړل شوی ، چې طالبانو له واکمنيدو څخه مخکې جمهوري چارواکي د پریمانه ساتونکو د لرلو له کبله په ډار ، د بیت المال له امکاناتو په ناوړه استفادې او نورو تورونو تورنول.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب