Homeخبرونهجنرال شعورګل له څو مياشتو راهيسې حقاني شبکې بندي کړی

جنرال شعورګل له څو مياشتو راهيسې حقاني شبکې بندي کړی

تاند( یکشنبه ، د سرطان پینځمه )‌‏‏ ‏ په داسې حال کې ، چې طالبانو د کابل له نیولو وروسته د خپلو ټولو مخالفانو پر وړاندې د « عمومي عفوې » اعلان کړی و ، خو د تاند سرچېنې څرګندوي چې په سويل ختيز کې د تندر قول اردو پخوانی قومندان جنرال شعور ګل له څو مياشتو راهيسې حقاني شبکې بندي کړی او په بې سرنوشتۍ کې ژوند تیروي.

د افغانستان د ړنګ شوي ملي پوځ یوې سرچینې وویل ، چې جنرال شعور ګل دندې ته ژمن قومندان و، د حقاني شبکې جنګياليو سره ېې ډېرې جګړې شوې وې ، ځکه خو دغې شبکې له څو مياشتو راهيسې بندي کړی او نه ېې خوشې کوي.

طالبانو د جنرال شعور ګل د نیولو په اړه څه نه دي ويلي ، خو د جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري ، چې د طالبانو د اړیکو کمیسیون په بلنه بیرته هېواد ته ستون شوی ، وايي د دغه جنرال د خوشې کیدو په اړه ېې له یو شمېر طالب چارواکو سره خبرې کړي دي.

د‌ هغه په وينا ، په دې اړه ېې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي او د معادن او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدين دلاور سره لیدلي او هغوی په دې اړه څه همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده ، چې طالبان له بهر ته تللو پخوانيو افغان چارواکو او په خاص ډول له تازه روزل شویو نظامیانو څخه د هېواد ته ستنیدو غوښتنه کوي.

ويل کيږي ، چې د طالبانو زندانونه په سلګونه نورو پخوانيو نظامي او ملکي چارواکو ډک دي ، خو د رسنيو د سانسور او طالبانو د ګواښونو له امله د بندیانو خپلوان او ملګري په دې اړه افشا ګري نه شي کولای.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير ډېر ځله د بهرنيو سفرونو پر مهال ادعا کوي ، چې د دوی په زندانونو کې یو سیاسي بندي هم موجود نه دی.

1 COMMENT

  1. دا به يې ختمي د څېړنو يا پښتنو او ګروېږنو لپاره آی ايس آی ته په لاس ورکړی وي چې تحقيقات ترې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...