سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهنظام الدین قیصاري له ایران څخه کابل ته ستون شو

نظام الدین قیصاري له ایران څخه کابل ته ستون شو

تاند( یکشنبه ، د سرطان پینځمه )‌‏‏ ‏ په فاریاب کې د طالبانو خلاف د پاڅون کوونکو پخوانی قوماندان او د جنبش ګوند لوړ پوړی غړی نظام الدین قیصاري هېواد ته راستون شو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د دغه خبر له خپرولو سره، په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

نظام الدین قیصاري ډېره موده د طالبانو خلاف جنګیدلی او په لږ وخت کې ېې ډېر ځله سیاسي دريځونه او د ملاتړ لوري بدل شوي.

نوموړی په مزار شريف کې په وسله والو غلاوو ، انسان تښتونو او نورو پېښو تورن و ، چې یو ځل یې د نیولو لپاره په جمهوري نظام کې ناکام هوايي او ځمکني عمليات هم ترسره شول.

قیصاري څو مياشتې مخکې په ايران کې د جعلي ویزو او نورو ناقانونه کارونو په تور نیول شوی و.

ځینې سرچینې ادعا لري ، چې نوموړی د ایراني چارواکو په فشار افغانستان ته ستون شوی ، څو د طالبانو پر وړاندې د قیصاري قومي رهبر عبدالرشيد دوستم کمزوری شي.

ايران او دوستم د استخباراتي کارونو په سر سره وران دي.

څو مياشتې مخکې ایرانی چارواکو د دوستم یو نیږدې کس په دې ټور ونیوه ، چې په ایران کې ېې افغان کډوال د اوکراین د جګړې لپاره د امريکا په ګټه استخدامول.

طالبانو په وروستيو کې یو شمېر پخواني چارواکي هېواد ته په ستنیدو قانع کړي ، چې له دغو چارواکو څخه يوه زیاته برخه ېې په مالي فساد او قانون ماتونو تورن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب