دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد زلزله ځپلیو لپاره د راشد خان په غوښتنه تر یو لک...

د زلزله ځپلیو لپاره د راشد خان په غوښتنه تر یو لک پاونډو ډېرې پیسې ټولې شوې

تاند (یکشنبه، د سرطان ۵ مه) د افغانستان او نړۍ د کرکټ نامتو ستوري راشد خانؤ چې د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره د بسپنې غوښتنه کړې وه، تر تېرې شپې پورې ار سل زره پاونډه زیاتې پیسې ټولې کړي دي. 

ده له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره د بسپنې ټولولو کمپاین په انټرنټ کې پیل کړی دی. شېبه په شېبه د پیسو اندازه زیاتېږي 

راشد خان د سل زره پاونډه تر پوره کېدو وروسته پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا تر ټاکل شوي حد ۱۵۰ سلنه زیاتې پیسې دي.

د پکتیکا او خوست په زلزله کې تر زرو ډېر خلک مړه شوي او شاوخوا ۲ زره نور ژوبل شوي دي. خو د زرګونو نورو خلک کورونه ویجاړ شوي دي چې بیا رغونې ته اړتیا لري.

یو شمېر هیوادونو لکه چین، اروپايي اتحادیې، تایوان، بریتانیا، او جنوبي کوریا مرستې اعلان کړي خو ځینو نورو لکه ایران، هند، ازبکستان، ترکمنستان او پاکستان د خوراکي موادو، درمالاو او خیمو مرستې افغانستاان ته رالېږلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب