Homeخبرونهافغان کومانډویانو په هلمند کې د طالبانو په زندان چاپه وهلې

افغان کومانډویانو په هلمند کې د طالبانو په زندان چاپه وهلې

تاند (پنجشنبه د جدي ۲۵) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان کومانډو ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو په یوه زندان عملیات کړي دي.

د ملي دفاع وزارت نن پنجشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، افغان کومانډویانو تېره شپه د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه زندان عملیات وکړل چې په پایله کې یې د یوه پولیس په ګډون ۱۳ تنه چې له یادې ډلې سره بندیان و راخوشې کړل.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې عملیاتو کې د طالبانو یو کرولا موټر، درې موټر سایکل او یوه ایکم مخابره د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت په لوګر ولایت کې د طالبانو د ماین جوړولو د یوې لویې کارخانې د له منځه وړلو خبر هم ورکړی و.

دې وزارت پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د طالبانو د ماین جوړولو دغه کارخانه د لوګر د مرکز اړوند سپیڅ سیمه کې د کومانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې کشف او له منځه وړل شوې ده.

طالبانو تر اوسه ددغو ادعاوو په هکله کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...