پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني جګړه د خلکو په زیان وبلله او له طالبانو یې...

ولسمشر غني جګړه د خلکو په زیان وبلله او له طالبانو یې د اوربند غوښتنه وکړه

تاند(پنج شنبه، د جدي ۲۵) ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې پر اوربند هوکړه وکړي.

ولسمشر غني چې نن یې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د درېیو مهمو پروژو د پرانیستې لپاره په جوړو شوو مراسمو کې خبرې کولې وویل، چې روانه جګړه د هېچا په ګټه نه ده او طالبانو ته په کار ده چې ژر تر ژره اوربند ته غاړه کېږدي.

ولسمشر همدا راز وویل، که په افغانستان کې سوله راځي او امنیت تامنېږي نو د سولې او اقتصادي پراختیا پرېمانه فرصتونه به رامنځ ته شي.

ولسمشر غني همدا راز وویل چې افغانستان د لویو پروژو د عملي کېدو فرصت لري او افغانان به ډېر ژر د نورو پروژو د پرانیستو شاهدان وي.

ولسمشر غني داسې مهال له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده چې طالبان تر دې دمه د حکومت دا غوښتنه نه مني او د معلوماتو له مخې د اوربند خبره د طالبانو د اجنډا په پای کې ده، خو افغان حکومت تر هر څه وړاندې د اوربند غوښتنه کوي.

د افغانستان او ترکمنستان دغو پروژو کې یوه د اقینې-اندخوی ترمنځ د رېل پټلۍ ده چې د جوړېدو کارونه‌یې تازه بشپړ شوي او دوه نورې پروژې د برښنا د لېږد او نوري فایبر دي.

محمد اشرف غني او قربان قلي بردي محمدوف د وېډیو کنفرانس له لارې د پرانیستې دغو مراسمو کې برخه واخیسته او ویناوې یې هم وکړي.

د تېرې جمعې په ورځ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د همدغو پروژو په تړاو د بحث لپاره په یوه دوه ورځني سفر کابل ته راغلی و.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ایران او افغانستان ترمنځ د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ هم پرانیستل شوه چې ټولټال ۲۲۵ کیلو متره اوږدوالی لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب