پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې مهمې پروژې پرانیستل شوې

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې مهمې پروژې پرانیستل شوې

تاند(پنج شنبه، د جدي ۲۵) د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې مهمې اقتصادي پروژې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له لورې پرانیستل شوي.

د یادو پروژو په لړ کې د نوري فایبر، د اقینې او اندخوی ۳۰ کیلو مټره رېل پټلۍ، او د ۵۰۰ میګاولټه برښنا پرانیستنه وشوه.

دغه مراسم چې د فاریاب ولایت اندخوی کې جوړ شوي و د دواړو هېوادونو ډېری استازي دغلته راغلي وه او دغه راز د دواړو هېوادونو ولسمشران هم په انلاین بڼه سره وصل و.

په دې مراسمو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، دغه پروژې د دواړو هېوادونو لپاره ډېر زیات ارزښت لري او خوښي یې څرګنده کړه چې د یادو پروژو له لارې دغه هېوادونه سره وصل شول.

نوموړي دغه راز له طالبانو غوښتنه وکړه چې د سولې په خبرو کې دې د اوربند لپاره هڅې وکړي او اوربند ته دې غاړه کېږدي، او په وینا یې د طالبانو اوسنۍ جګړه د افغانستان د خلکو پر وړاندې ده او ژر تر ژره دې یادې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

دغه راز په یادو مراسمو کې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف له ولسمشرغني مننه وکړه چې  په دې برخه کې یې همکاري ورسره کړې وه او زیاته یې کړه دغه  پروژه د دواړو هېوادونو لپاره ډېره ارزښتناکه ده، او د دواړو هېوادونو وګړي به ترې ګټه پورته کړي.

په ورته وخت کې په دې مراسمو کې د افغانستان د اوبو او د تنظیم ملي ادارې مشر خان محمد تکل وویل، چې د برښنا دغه پروژه به په وخت سره د هېواد ټولو شمالي ولایتونو او دغه راز کابل او جنوبي ولایتونو ته ورسېږي.

دغه راز په دې مراسمو کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرې معصومه خاوري وویل، د نوري فایبر پروژه په افغانستان کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت ته ورکول شوې او د ټول افغانستان لپاره به د انټرنیټ د بیې د کموالي په برخه کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت وړاندې د افغانستان او ایران ترمنځ د خواف او هرات رېل پټلۍ پرانیسته وشوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب