پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمېلر: د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدو د سولې بهیر له...

مېلر: د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدو د سولې بهیر له ځنډ سره مخامخ کړی

تاند (پنجشنبه د جدي ۲۵) په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدو د سولې بهیر له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړی دی.

ښاغلي مېلر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، په داسې حال کې، چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرې روانې دي، د تاوتریخوالي ډېروالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی.

د نوموړي په وینا، اورکم او اوربند د افغانانو د راتلونکي لپاره مهم دي او د جګړې له ښکیلو خواوو یې د جګړو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

دغه امریکايي چارواکی وايي، ټول اړخونه په دې باور دي چې روان تاوتریخوالی د خبرو له لارې پای ته رسېږي، خو زیاته کړې یې ده چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت دغه امریکايي قوماندان یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي چې له افغان ځواکونو به یې ملاتړ دوامداره وي.

سکاټ مېلر دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو په دویم پړاو کې تر اوسه کوم پرمختګ نه لیدل کېږي.

د راپورونو له مخې داسې ویل کېږي چې د سولې دویم پړاو خبرې به د امریکا د نوي منتخب ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسمو پورې ځنډېدلې دي.

باید وویل شي چې جو بایډن د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د لوړې مراسم تر سره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب