جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بریتانیا مشرانو جرګه وايي، باید امریکا له افغانستانه د ځواکونو له...

د بریتانیا مشرانو جرګه وايي، باید امریکا له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو راوګرځول شي

تاند(پنجشنبه، د جدې ۲۵) د بریتانیا مشرانو جرګه وايي، هیواد یې باید هلې ځلې وکړي چې د امریکا متحدایالتونه خپل پوځیان په افغانستان کې وساتي.

د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، د بریتانیا د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو او دفاعي چارو کمېټو ویلي، بریتانیا باید له امریکا سره خبرې وکړي چې په افغانستان کې پاتې شي ځکه چې لا له دې هیواده څخه نړۍ ته د تروریزم، مخدرو موادو او سیمه ییزې بې ثباتۍ خطرونه په ځای دي.

د دواړو کمېټو په تازه راپور کې ویل شوي چې بریتانیا باید امریکا ته دا روښانه کړي چې په افغانستان کې پاتې کېدا یې له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې د افغانستان د حکومت د ملاتړ لپاره مهم رول لوبوي.

راپور همداراز وايي، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو حضور د افغانستان د حکومت د پوځي قوت او په دوحه کې د سولې په خبرو کې د افغان حکومت د دریځ د پیاوړتیا لپاره ضروري دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د موافقې پر اساس امریکايي پوځیان باید د روان کال تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي. ولسمشر ټرمپ د کانګریس له مخالفت سره سره هڅه کوي چې د واک تر سپارلو وړاندې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته رالږ کړي.

د ټرمپ د ادارې په وینا د جنورۍ تر ۱۵ یعني سبا پورې باید په افغانستان کې تر ۲۵۰۰ ډېر امریکايي پوځیان نه وي پاتې.

د کانګریس غړي هم د بریتانیا په شان له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې بیړه د افغانستان، سیمې او لوېدیځ د امنیت لپاره خطرناکه بولي.

برتیانیا تر ۲۰۱۴ پورې په افغانستان کې څه باندې لس زره پوځیان لرل خو اکثره یې وایستل او محدود شمېر یې افغان امنیتي ځواکونه روزي.

له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ پورې په افغانستان کې ۴۵۶ بریتانیايي پوځیان وژل شوي او تر ۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب