شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهحکومت: د ارګ شاوخوا کې ډرون کمرو ته نور اجازه نه ورکوو

حکومت: د ارګ شاوخوا کې ډرون کمرو ته نور اجازه نه ورکوو

تاند(پنج شنبه، د جدي ۲۵) افغان حکومت له رسنیو غوښتي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا کې دې  د ډرون کمرو له څرخولو ډډه وکړي او خبرداری یې ورکړ چې له دې وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا هر ډول ډرون کمرې په نښه کېږي.

د افغان حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز ټولو رسنیو ته په لېږلي مکتوب کې له رسنیو غوښتنه کړې چې خپلې ډرون کمرې دې د ارګ شاوخوا د څار په موخه نه ور لېږي او په خبره یې د امنیتي ګواښونو له کبله دوی اړ دې چې په نښه یې کړي.

په دې مکتوب کې راغلي، چې دا پریکړه د امنیتي ستونزو او د دښمن د احتمالي حملو څخه د مخنیوي په موخه نیول شوې ده، ځکه چې له دې کمرو څخه په ساده توګه له امنیتي ساحاتو څخه د عکس اخیستنې او موخه ګرځونې په موخه کار اخیستل کیږي.

د حکومت په دې مکتوب کې راغلي، چې که دا کمرې د ارګ په ساحه او یا شاوخوا ته يې وکتل شي، د ولسمشرې ماڼې د ساتنې عمومي ریاست پرسونل به د خپلې دندې پر اساس د دې کمرو د سقوط په موخه اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې دی چې له دې مخکې هم د ملي امنیت عمومي ریاست تایید کړې وه چې وسله وال طالبان د ډرون څخه په کار اخیستلو سره، امنیتي ځواکونه موخه ګرځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب