شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد نی مسوولان وایي، طالبان اوس هم د بیان ازادي د دښمن...

د نی مسوولان وایي، طالبان اوس هم د بیان ازادي د دښمن تبلیغاتي وسیله بولي

تاند ( پنج شنبه، د جدي ۲۵) نی یا له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې د خبریالانو پر وضعیت ژوره خواشينې ښودلې ده.

د یادې ادارې اجراییه مشرمجیب خلوتګر په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۱۰ سلنه لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۱ پېښې ثبت شوي چې د تېرو کلونو په پرتله لس سلنه ډېروالی ښیي.

نوموړي د خبریالانو د خوندیتوب برخه کې د حکومت پر بېغورۍ هم نیوکه وکړه.

خلوتګر زیاته کړه چې حکومت او قضایي ادارې باید روښانه کړي چې الیاس داعي، یما سیاوش او نور خبریالان چا وژلي دي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام پر طالبانو هم نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا ډله لا هم د بیان ازادۍ ته د دښمن تبلیغاتي وسیلې په سترګه ګوري.

نی داسې مهال دا اندېښنه څرګندوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی او خبریالان یې سخت اندېښمن کړي دي.

خبریالان هم له حکومت نه غواړي چې د دوی امنیت ته پام وکړي.

دوی وایي د حکومت بې غوري د دې لامل شوې چې په هېواد د خبریالانو سربېره مدني فعالان هم ترور کېږي او وژل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب