شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهتخار کې یو کس خپله مېرمن وژلې

تخار کې یو کس خپله مېرمن وژلې

تاند(پنج شنبه، د جدي ۲۵) د تخار امنیتي مسولین وایي، په دغه ولایت کې یو کس خپله ۲۴ کلنه مېرمن د کورني تاوتریخوالي له کبله په ډزو وژلې ده.

د تخار د امنیه قوامندانۍ ویاند خلیل رسنیو ته ویلي، چې دا پیښه نن سهار په ۱۰ بجې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، دا ۲۴ کلنه ښځه روبینا نومیده او د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ له ترشت کلي څخه وه او د تالقان ښار په حفیظ بای حمام اړوند سیمه کې د خپل میړه لخوا وژل شوې ده.

اسیر زیاته کړه، دوی له ډیرې مودې راپدیخوا په محکمه کې د طلاق دوسیه درلوده او غوښتل يې چې له یو بل نه طلاق واخلي او ویل کیږي چې په لاره کې، په خپل منځو کې یې لفظي شخړه رامنځته شوې او په پایله کې يې سړي د خپل میرمن په سر او غاړه کې د دوه مرمیو په فیر کولو سره هغه وژلې ده.

له دې سره سم د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي چې د دې میرمنې خاوند وروسته د هغې له وژلو تښتیدلی.

د تخار ولایت پولیسو د دې ښځې قتل کورنی تاوتریخوالی یاد کړی او ویلي یې دي چې پر دې پیښه پلټنې دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب