شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد غور د ولایتي شورا غړی عزت الله بېک افغان ځواکونو سره...

د غور د ولایتي شورا غړی عزت الله بېک افغان ځواکونو سره نښته کې وژل شوی

تاند(پنج شنبه، د جدي ۲۵) د غور د ولایتي شورا غړی عزت الله بیک افغان امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوی دی.

د ملي امنیت ریاست وايي، عزت الله بیک په دغه ولایت کې د وژل شوي خبریال بسم الله عادل په وژنه تورن و چې امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅه کوله.

ملي امنیت وايي، بېک ځواکونو سره جګړه پیل کړې وه چې پرمهال یې یوازې عزت الله بیک وژل شوی دی.

د ملي امنیت ریاست وايي، کله یې چې د خبریال د بسم الله عادل له قاتل عبدالعزیز ابوقدامه چې په رامح مشهور و، څېړنې وکړې، هغه په خپلو اعترافونو کې وویل چې دغه برید عزت الله بېک پلان کړی و.

ملي امنیت وايي، ورته ثابته شوې چې له دې وړاندې د غور ولایتي شورا مرستیال هم د عزت الله بېک له لوري وژل شوی دی.

+++++++++++

د غور د ولایتي شورا د یوه غړي او ملي امنیت ځواکونو ترمنځ نښته شوې.

لومړني جزیات

تاند ( پنج شنبه، د جدي ۲۵) په غور ولایت کې د ولایتي شورا د یوه غړي او د یاد ولایت د ملي امنیت ځواکونو ترمنځ په نښته کې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي وايي چې، ملي امنیت ځواکونو غوښتل د عزت الله بېګ موټر تالاشي کړي چې د نوموړي له غبرګون سره مخ شوي او نښته رامنځته شوې.

د ناطقي په خبره په نښته کې د ملي امنیت یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي دی.

نوموړی زیاتوي چې په ځوابي ډزو کې د ولایتي شورا د غړي عزت الله بېګ یو تن ساتونکی هم ټپي شوی دی.

د غور ولایتي اداره هم پېښه مني خو په اړه یې زیات جزیات نه ورکوي.

بل لورته عیني شاهدان هم وایي دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې ملي امنیت ځواکونو غوښتل د عزت الله بېګ موټر وپلټي.

دوی وایي نوموړی امنیتي ځواکونو ته اجازه ورنکړه او هم مهاله نښته رامنځته شوه.

په دې پېښه کې عامو خلکو ته زیان نه دی اوښتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب