یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+په ادبیاتو کې فانتیزي| عصمت الله شینواری

په ادبیاتو کې فانتیزي| عصمت الله شینواری

لنډیز

د فانتیزي کلمه چې په انګلیسي کې Fantasy کښل کېږي، د خیال او خیالي په مانا ده او په پارسي کې ورته خیال پردازي وايي. انسان له تکراره ستړی کېږي او غواړي نوي څه وويني او یا یې وکړي. کله کله واقعي نړۍ ټوله تکراري شي او انسان پکې خیال ته پناه یوسي؛ نو که دغه پناه وړي انسان ادبیات وپنځول او د واقعي نړۍ په ژبه یې بیان کړل، دغه فانتیزي ادبیات دي. یا داسې؛ فانتیزي ادبیات هغه ادبیات دي، چې د غیر واقعي نړۍ (خیالي نړۍ) خیالونه او انځورونه د واقعي نړۍ په ژبه بیان شي. فانتیزي زیاتره د ماشومانو لپاره لیکل کېږي، چې د خیال قوه یې زیاته ده او واقعي نړۍ چندانې خوند نه ورکوي. په ادبیاتو کې د فانتیزي مانوي ژانر د پیلېدو سم او کره وخت مالوم نه دی؛ خو لومړني اثار یې د هومر الیاد او اودیسې حماسې، د فردوسي شاهنامه، د ګېلګمېش حماسه، مهابهاراتا، هزار و یک شب او د کېنګ ارټر حماسه یادولی شو، چې دا بهیر بیا د هاري پوټر تر مشهورې فانتیزۍ رارسېږي. په پښتو ژبه کې له فولکلوریکو کیسو پرته د فانتیزۍ په برخه کې څه نه دي لیکل شوي او دې برخه ته هېڅ توجه نه ده شوې، تر دې پورې چې هغه فولکلوريکې کیسې چې د فانتیزۍ ښې بېلګې دي لکه د سرکۍ اوزې کیسه او …، هغه هم نه دي راټولې شوې.

آر وییونه: فانتیزي، ادبیات، پښتو ادبیات، خیال، د ماشوم ادبیات، فولکلوریکې کیسې.

سریزه

انسان چې کله هم له واقعي نړۍ یا ستړی شي او یا یې هم د انسان دنننۍ د پلټنې غریزه زیاته وي؛ نو د خیال په نړۍ کې ګرځي او له دې خبرې هېڅوک منکرېدی نه شي، چې انسان خپلې هغه غوښتنې او هیلې چې دی ورته نه شي رسېدی، د خیال په انلمېټېډ (نامحدوده) نړۍ کې لټوي. انسان تل د خیال په وسیله داسې غیر واقعي او د خپلې خوښې وړ نړۍ زېږوي، چې په هغه کې د دې نړۍ (واقعي نړۍ) هېڅ نښه نښان نه وي. موږ چې کله هم کوچنیان وو؛ نو که له څه به ووېرېدو، مور او یا انا به مو داسې د زړورتوب اسطورې، افسانې، حماسې او کیسې راته کولې، چې د واقعي نړۍ وېره به یې له موږ ورکه کړه او ځان به مو رستم پهلوان حساباوه. او که به مو د بې ځایه زړورتوب کار کړی و؛ نو دوی به راته د وېرې داسې اسطورې، افسانې، حماسې او کیسې وکړې، چې زموږ په زړونو کې به یې وېره خپره کړه او بیا مو هغه کار هېڅکله نه کاوه. د دې دواړو خبرو تر شا د خیال لوی لاس و او د خیال هغه لوی لاس دا و، چې که خبره به د بې زړه توب وه؛ نو د خیال په نړۍ کې به مقابله له ښامار، دېو، جادوګرانو او یا هم له داسې څه سره وه، چې په واقعي نړۍ کې به یې شتون نه درلود؛ نو دا چې د خیال په نړۍ کې به مو داسې مخالفان ماتول، د واقعي نړۍ مخالف، چې یا به له سپي څخه وېره وه، یا به له لړمه، یا به د کوم چا له څېرې او … به ډېر راته اسان شول او ځان به راته هسې هم زړور ښکارېده. همداسې که خبره به د بې ځایه زړورتوب وه، مثلا په چرګانو، پېشوګانو، اوزو، یا له ځانه په کوچنیانو باندې زړورتوب او د هغوی وهل ټکول؛ نو په دې وخت کې به دوی داسې کیسې، افسانې او یا اسطورې راته کولې، چې همدې دېوانو، پېریانو او ښامارانو به انسانان ماتول او دوی به یې پر دې خبره ماتول، چې دوی به بې ځایه زړه ورتوب کړی و او څوک به یې وهلي و؛ نو موږ به چې ولیدل، په خیالي نړۍ کې انسان ماتې وخوړه، بیا به په واقعي نړۍ کې موږ ډارېدو په چا به مو ظلم نه کولو او یو وهم به راسره مل و. دغه خیالي کیسې چې د دېو، ښاپېرۍ، ښامار او نور غیر واقعي کرکټرونه پکې شته، په ادبیاتو کې د فانتیزي معنوي ژانر بېلګې دي. فانتیزي په ادبیاتو کې د هغې خیالي نړۍ کیسې او خبرې دي، چې له واقعي نړۍ ډېر لرې وي او انسان پکې د خپل خیال په زور داسې فراطبیعي (له طبیعي پېښو لوړ) انځورونه بیان کړي، چې په واقعي نړۍ کې هېڅ شتون ونه لري. لکه دېو، ښامار، او … . پر فانتیزۍ باندې به په دې لیکنه کې پوره رڼا واچول شي.

۱-۱. فانتیزي څه ته وايي؟

د فانتیزي کلمه د اکسفورډ په ډکشنرۍ کې دوه ډوله (Fantasy/Phantasy) لیکل شوې ده، چې دا کلمه د لاتین له Phantasia کلمې څخه راوتلې او په اصل کې Phantasia یوناني ريښه لري. Fantasy د اکسفورډ په ډکشنرۍ کې پر هوس، د خیال نوښت (خیالي ابداع) مانا شوې ده او همدارنګه Phantasy ته یې تخیل او خیالي فکر مانا لیکلې ده. په پارسي کې فانتیزي ته خیال پردازي وايي.

اوس چې د فانتیزي لغوي مانا روښانه شوه، چې د خیال او خیالي په مانا ده؛ نو تجربوي او ساینسي علوم پر خیال نه بلکې پر تجربه او فرمول ولاړ دي. جوته شوه، چې خیال وهل په ټولنیزو علومو کې او په ځانګړې توګه په ادبیاتو کې اهمیت لري او له تخیل، خیال، خیالي نوښت سره موږ له مخکې په ادبیاتو کې بلد شوي یو؛ نو راځو او فانتیزي یا خیال وهل په ادبیاتو کې تعریفوو:

انګرېزي کره کتونکې شیلا اېګوف فانتیزي داسې تعریفوي، چې فانتیزي د تضاد (مخالف) ادبیات دي چې د غیر واقعي انځورونو دننه پکې واقعیت کشف کېږي. بیا وايي او دغه کشف شوی واقعیت په داسې حال کې د منلو وړ دی، چې د دې واقعیت کشف له کشفېدو مخکې هېڅ عقل نه منلو. ورپسې زیاتوي؛ دا کشف په داسې حال کې د باور وړ دی، چې مخکې له کشفېدو پرې هېڅ باور نه کېده (لین، 1379: 9).

فروید یې داسې تعریفوي؛ فانتیزي یوه پروسه ده، چې په دې کې په یوه فرد پورې تړلي منحصر انځورونه تولېدېږي (اګان، ۱۳۸۴: ۱۰).

د اېګوف او فروید تعریفونو په لوستو ما خپله ورته دا تعریف جوړ کړ؛ چې د غیر واقعي نړۍ (خیالي نړۍ) خیالونه او انځورونه د واقعي نړۍ په ژبه بیانولو ته فانتیزي وايي.

۱-۲. فانتیزي ادبیات

کله کله داسې احساسوئ، چې نن ورځ داسې تکراري غوندې ده. یا کله یو کار کوئ، داسې احساسوئ، چې دا کار دې مخکې هم کړی او اوس یوازې هغه صحنه ننداره کوې. یا سهار له خوبه پاڅې، پوهنځي ته ځې، بېرته راځې او له ډوډۍ وروسته ویده کېږې. په شاخوا نظر اچوې، هېڅ شی بدل شوی نه دی. داسې احساسوې، چې ژوند همداسې تکرارېږي، هره ورځ چې د اچین ولسوالۍ نه خبر اورې، د داعش په اړه وي. له دې ډېر ستړی کېږي او اخر سترګې پټوې او داسې نړۍ ته ننوځې، چې له دې تکراري نړۍ سره پوره توپیر لري.

کېدی شي د هر انسان دغه ستړیا چې بلې نړۍ ته یې د تلو مجبوروي د دې سبب شوی وي، چې فانتیزي ادبیات ایجاد شي. اوس چې کله تر ویده کېدو مخکې یو فانتیزي داستان لولې؛ نو ټوله شپه دې در رنګینوي او په خیال کې دې لاهو کوي. د ښایسته حورو، د بدرنګه دېو، د ظالم ښامار، د چلباز پېري، د شیطان او نور کرکټرونه دې په خیال کې اوړي او را اوړي او اوس د تکرار په نوم څه نه شته.

کله چې فانتیزي یا د خیال او خیال پردازۍ ادبیات ایجاد شول؛ نو هلته چا فانتیزي نه پېژندله. یوازې ادبیات ول. د بېلګې په ډول، د هومر د الیاد او اودېسې حماسې د فانتیزۍ او خیال پردازۍ ښکلې نمونې دي؛ خو هغه وخت څه چې تر نولمسې پېړۍ پورې د فانتیزي په نامه څه نه ول. په نولمسه پېړۍ کې فانتیزۍ ته د ادبیاتو په دایره کې ځانګړې توجه وشوه او له نولسمې پېړۍ وروسته فانتیزي د یوه معنوي ژانر په توګه په ادبیاتو کې ځان راوټوکاوه او بیا تر هاري پوټر غوندې لوړې کیسې پکې هم وزېږېدلې.

۱-۲-۱. د فانتیزي ادبیاتو تاریخچه

د فانتیزي ادبیاتو په اړه دا خبره پوهانو تراوسه نه ده مشخصه کړې، چې دا ژانر له دې اثر وروسته پیل شو او یا هم دغه یې لومړنی اثر دی؛ خو په عمومي ډول پوهانو د هومر الیاد او اودیسې حماسې، د فردوسي شاهنامه، د ګېلګمېش حماسه، مهابهاراتا، هزار و یک شب او د کېنګ ارټر حماسه د فانتیزي ژانر د لومړنیو اثارو په نامه یاد شوي دي.

اووه لسمه پېړۍ، او په ځانګړي ډول اتلسمه پېړۍ د روښانفکرۍ د ودې او زېږد دوره ده. په دغه وخت کې عقلانیت یا رېشنلېزم او تفکر رواج موندلی و. دغې دورې ته د عقل او فلسفې دوره هم ویل کېږي. په دې دوره کې له پخوانیو سنتي ادبیاتو سره هم تړون په شلېدو شو او نوی خیال، نوی فکر پیل شو.

ژان ژاک روسو د روښانفکرۍ د وخت پوه د هغه وخت پر هغو کسانو نیوکه وکړه، چې ویل یې فانتیزي داستانونه (موخه یې د پېریانو داستانونه ول) ماشومانو لپاره ګټور دي. دی د فانتیزي له مطالعې وروسته دې نتیجې ته ورسېد، چې که څه هم فانتیزي خوند لري او ماشومان سرګرم او بوخت ساتي، خو فرېب او چل ورکوونکي دي او ماشومان هغو کارونو ته هڅوي، چې دوی يې نه خوښوي؛ خو فانتیزي داستانونو کې یې په ښه یاد شوي دي. ده وویل: فانټېزې کېدی شي بالغو انسانانو ته یو څه ور زده کړي؛ خو د ماشومانو لپاره ګټوره نه ده (روسو، ۱۳۶۶: ۱۴۷). د فانتیزۍ په اړه مخالفتونه تر نولسمې پېړۍ لومړۍ لسیزې پورې ورسېدل؛ خو له مخالفتونو سره سره فانتیزي لیکوالو او د ماشوم د ادبیاتو لیکوالو له دې کاره لاس وانه خیست او په همدې موده کې فانتیزي د یوه ځانګړي معنوي ژانر په توګه په ادبیاتو کې سر پورته کړ او تر هاري پوټر مشهوره فانتیزي اثر پورې دا جریان راورسېد. په یوویشتمه پېړۍ کې جون کېټلین رولېنګ برېتانوۍ لیکوالې د هاري پوټر فانتیزي کتابونو لړۍ پیل کړه، چې په انګرېزي ادبیاتو کې د دې فانتیزي لړۍ ارزښت اوج ته ورسېد. لومړی کتاب یې د هاري پوټر او د فیلسوف تیږه په نوم و او دې لړۍ همداسې دوام پیدا کړ. د دې فانتیزۍ د شهرت یوه وجه دا هم وه، چې مېرمن رولېنګ په انګرېزي او له انګرېزۍ د باندې ژبو کې د فانتیزۍ اړوند هر څه لوستي و او بیا یې د هاري پوټر فانتیزي لړۍ پیل کړه.

۱-۳. فانتیزي په پښتو کې

په پښتو ژبه کې چې ما څومره کتابونه ولیدل؛ نو د فانتیزۍ په اړه پکې هېڅ لاسته رانغلل. نو دلته چې زه په پښتو کې د فانتیزۍ په اړه څه لیکم، دا زما خپل نظر او برداشت دی. په پښتو ژبه کې هم موږ ته کره وخت او اثر نه دی مالوم، چې فانتیزي داستان له کوم وخته او له کومه اثره پیل شو؛ خو زموږ ولسي او فولکلوريکې کیسې (لکه د سرکۍ اوزې کیسه) چې د ویلو وخت او ویونکي په اړه یې مالومات نه شته، د فانتیزي ژانر ډېرې ښې بېلګې ډي. د دې فولکلوريکو کیسو څخه زه دلته یوه کیسه د بېلګې په ډول تاسې ته لیکم، چې دا کیسه ما ته زما انا په ماشومتوب کې کړې ده.

۱-۳-۱. کرکر ببۍ

په یوه زمانه کې د یوه لرې غره په یوه ښمڅه (سمڅه) کې یوه سرېخوره (سړيخوره) ښځه اوسېدله. نوم یې کرکر ببۍ و او دوې لوڼې یې لرلې. کله به چې دې لرې غره ته له سمو او کلیوالو سیمو خلک ورغلل؛ نو دې به ورته لومړۍ مېلمستیا وکړله او بیا به یې د شپې پرې حمله کوله او دوی به یې حلالول او خپلو لوڼو سره په ګډه به یې خوړل. یوه ورځ د کلي یو هوښیار هلک چې نیمه سری نومېده او سر یې نیم نه و، غره ته ولاړ. کله چې پرې شپه شوه؛ نو وه یې لیدل، چې د غره په یوه کمرکي کې اور بلېږي. دی خوشاله شو او ورغی، چې شپه ورسره تېره کړي، چې اور ته ورنژدې شو؛ نو ویې لیدل، چې کرکر ببۍ د خپلو لوڼو سره د انسانانو د خوراک خبرې کوي او ورته وايي؛ چې نن بې خونده ورځ وه. هېڅ کوم کمعقل انسان د غره په لوري رانغی، چې د شپې مو په مړه ګېډه خوب کړی وی. هوښیار نیمه سري هلک چې دا خبرې واورېدې؛ نو پوه شو، چې دا خو سرېخوره (سړيخوره) ده او انسانان خوري. په دې فکر کې شو، چې هم په کور کې شپه تېره کړي او هم ځان وژغوري او دا ډېره سخته هم وه، چې شپه هم د سړیخورې په کور کې تېره کړې او ژوندی هم ترې راووځې. یو وارې هلک له ځان سره وویل، چې نه دې کور ته نه ورځم او همدلته په غره کې شپه تېروم؛ خو کله یې چې د غره یخني ولیدله؛ نو بیا یې فکر واوښت او اور ته ورنژدې شو. له سلام کلام وروسته یې ورته وویل، چې کرکر ببۍ د شپې لپاره راغلی یم. کرکر ببۍ ورته ډېره خوشاله شوه او ډوډۍ یې ورته تیاره کړه او پس له ډوډۍ یې ورته ځای سم کړ، خپلې لوڼې یې هم نیمه سري ته نژدې ویدې کړې. کرکر ببۍ له ځان سره وویل: پرېږده چې نیمه سری ښه باوري شي او خوب وکړي، کله چې ویده شو؛ نو بیا به یې حلال کړم او دا تنکي تنکي هډوکي به یې لکه د چرچڼې مرغۍ وچیچم. نیمه سري ښه ډوډۍ وخوړله او خپل ځای ته پاڅېد، چې ویده شي. کله چې پر خپل ځای څملاست، څه موده وروسته کرکر ببۍ فکر وکړ، چې ګوندې نیمه سری ویده شو؛ نو یې د خپلو پڅو غاښونو په تېرولو را کېښوده او تيږه یې ورته ونیوله. په ښمڅه (سمڅه) کې کرکر پیل شول. نیمه سری اوتر راپورته شو او پر کرکر ببۍ یې غږ وکړ؛ کرکر ببۍ! دا څه کړې؟ کرکر ببۍ ورته ځواب ورکړ؛ نیمه سریه زویه! ته ولې خوب نه کړې؟ نیمه سري ورته وویل؛ ما ته مې مور په نیمه شپه کې لوبیا او وریژې پخولې. کرکر ببۍ د دې لپاره چې هلک ویده شي او بیا یې وخوري د هلک هر ارمان ورپوره کاوه. سمدستي یې لوبیا او وریژې ورپخې کړې. لږه موده پس بیا نیمه سری غلی شو او کرکر ببۍ بیا خپل غاښونه تېرول شروع کړل. نیمه سری بیا رابیداره شو او ورته یې وویل؛ کرکر ببۍ! دا څه کړې؟ نیمه سریه زویه! ته ولې خوب نه کړې؟ ما ته به مور په نیمه شپه کې ټېپر پخول. کرکر ببۍ د تېر په شان بیا ځي او ټېپر ورپخوي. دې وخت کې نیمه سری پر زړه شمېري، چې خوري دي؛ خو راځه یو وارې دا کرکر ببۍ له دې ښمڅې لږه بهر وباسه بیا ځان ژغورلی شې. کله یې چې ټېپر وخوړل او غلی شو او کرکر ببۍ بیا خپل کرهار (کرکر) پیل کړل؛ نو نیمه سري بیا پرې نارې کړې: کرکر ببۍ! دا څه کړې؟ نیمه سریه زویه! ته ولې خوب نه کړې؟ ما ته به مور په نیمه شپه کې له چینې څخه په غلبېل کې اوبه راوړلې. کرکر ببۍ د نیمه سري د دې ارمان په پوره کولو پسې هم غلبېل واخیست او د چینې پر لوري روانه شوه. نیمه سري خپله هوښیاري وکړه او د کرکر ببۍ دواړه لوڼې یې پر خپل ځای څملولې او خپله د کرکر ببۍ د لوڼو پر ځای پرېوت. کرکر ببۍ په ستونزه کې اخته شوه. په غلبېل کې اوبه راخلي او بېرته ځنې تویېږي. اخر یې په غلبېل کې خټه واچوله او د غلبېل سوري يې پرې بند کړل او یو غړپ اوبه یې پکې تر ښمڅې راورسولې. کله یې چې ولیدل نیمه سری ویده دی؛ نو پرته له دې چې شړۍ یې له مخه لرې کړي او وګوري، چې رښتیا هم نیمه سری پر خپل ځای ویده دی او که نه؛ نو چاړه یې راواخیسته او پرې حلال یې کړ. ځان سره یې وویل. چې اوس خو مې لوڼې هم ویدې دي. زه به هم ویده شم او سهار به یې په ګډه وخورو. سهار د کرکر ببۍ له ویښېدو مخکې نیمه سري پښې وویستې. کله چې کرکر ببۍ ويښه شوه؛ نو څه ګوري، چې خپلې دواړه لوڼه یې حلالې کړي دي.

په کیسه کې ګورو، چې یوازې یوه خیال دی او بس. په واقعي نړۍ کې نه د نیم سر (چې نیم سر یې وي او نیم یې نه وي) څوک شته او که سړيخواره وي هم؛ نو فکر نه کوم چې په تیږه به غاښونه تېره کړي. همداسې په کیسه کې د سړيخورې د لوڼو حلالول هم درواخلئ؛ خو دا هر څه خیال دی او یوازې ماشومان يې، چې ورته به زړه پورې دي، اورېدل غواړي او خوند ځنې اخلي.

دا کیسه او دې ته ورته نورې ډېرې فولکلوريکې کیسې زموږ د پښتو ادب د فانتیزۍ غوره بېلګې دي. څرنګه چې ولسي او فولکلوريک ادب سوچه او نږه وي؛ نو که چېرته زموږ پر دغې برخې څېړنې وشي؛ نو باوري یم، چې په فانتیزي ادبیاتو کې به د پښتو اثار تر نورو ډېرو ژبو لوړ ځای ولري.

پایله

په فانتیزۍ کې چې د داستان تر ټولو تخیلي بڼه ده، لوستونکی خپل ځان په داسې یوه غیر واقعي نړۍ کې ویني، چې هېڅ حدود نه لري. هلته د دې نړۍ غوندې قوانین نه شته، بېله جغرافیه او بېله سیمه کې خپل ځان احساسوي. هلته یوازې توره (ګټه) او بایله ده. هلته د د واقعي نړۍ په شان زیانونه او ژوبلې مطرح نه دي؛ خو یوه خبره باید په یاد ولرو، چې په فانتیزۍ کې باید منطقي تړون موجود وي او که نامنطقي شي؛ نو فانتیزي کیسې او داستان بې خونده کېږي.

همدا ډول د فانتیزي کیسو پیل د هومر له الیاد او اودیسې حماسو څخه پیلېږي او فانتیزي ته د ژانر نوم ورکولو وخت نولسمه پېړۍ ده، چې وروسته بیا په یوویشتمه پېړۍ کې د برېتانوۍ لیکوالې جون کېتلين رولېنګ د هاري پوټر سېریز (لړۍ) د انګرېزي ادب د فانتیزي ژانر لوړه څوکه جوړه شوه.

په پښتو ژبه کې پر دغې برخې کار نه دی شوی او یوازې ځینې ولسي فولکلوريک داستانونه د فانتیزي کیسو په نوم یاولی شو.


لیکوال عصمت الله شینواری د کابل پوهنتون، پښتو ژبې او ادبیاتو د څانګې محصل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب