جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهخلک د پاکستان په ویزو کې له فساده شکایت کوي

خلک د پاکستان په ویزو کې له فساده شکایت کوي

خبریاله: ډيوه شینوارې

د پاکستان ویزې غوښتونکي افغانان شکایت کوي چې په افغانستان کې د پاکستان د ویزې په ترلاسه کولو کې فساد اوج ته رسیدلی او له یونیم زر ډالرو پرته ناممکنه ده چې ترلاسه دې شي.

د کابل یوه اوسیدونکی عزت الله چې د دریم ځل لپاره یې په یو سیاحتي شرکت کې د پاکستان ویزې ته اسناد جمع کول تاند ته وویل، د ویزې ترلاسه کولو لپاره ټولې قانوني لارې یې تیرې کړي خو بیا بیا ورته د رد ځوابونه راځي.

نوموړی وایي: «ټوله خبره یې له افغانانو نه د پیسو شکولو ته جوړه کړې، همدا اوس یو نیم زر امریکایي ډالر جیب کې کېږده، سبا مازدیګر به د پاکستان ویزه ستا په لاس کې وي خو هغه کس چې ناروغ یې د مرګ په بستر پروت وي نه شي کولی چې ویزه ترلاسه کړي.»

د سیاحتي شرکتونو د مالوماتو له مخې هره میاشت په افغانستان کې لسګونه زره افغانان د پاکستان د ویزې لپاره د څه باندې نهه ډالرو ترڅنګ ټول قانوني اسنادو جمع کوي خو بیا هم زیات شمیر یې رد کیږي او په کمه اندازه خلکو ته ویزې راځي.

د یو سیاحتي شرکت کارکونکی عبدالودود چې نه غواړي د شرکت نوم یې په ډاګه شي وایي: «پاکستان د افغانانو له مجبوریته استفاده کوي، له لسګونه زره خلکو نه د ویزې پیسې اخلي خو لسګونه خلکو ته هم ویزې نه راځي، دوی خلک مجبوره کوي چې کمیشنکارانو ته اړ شي او په یو نیم زر ډالر پرې ویزه وپلوري.»

د دغو ادعاوو په اړه مو هڅه وکړه چې په کابل کې د پاکستان سفارت نظر هم واخلو خو له بیا بیا هڅو سره سره ونه توانیدو چې د دوی نظر ترلاسه کړو.

د پاکستان د ویزو د ویش په اړه د پاکستان د سفارت د هغو مالوماتو له مخې چې څو میاشتې وړاندې یې په کابل کې له رسنیو سره ی شریک کړي وو، راغلي، د پاکستان سفارت او څلور کونسلګرۍ هره ورځ په اوسط ډول ۵۵۰ کسانو ته ویزې ورکوي.

په وروستیو کلونو کې د پاکستان د ویزې لپاره غوښتنه په بې ساري ډول زیاته شوې، د چارو پوهان وایي: په پاکستان کې د میلونونو افغان کډوالو شتون، ناروغان او په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ له امله د مهاجرت نوې څپه، د دې لامل شوې چې د پاکستان د ویزې غوښتنه زیاته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب