یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهد مسعود اندرابي تورونه او د امرالله صالح غبرګون

د مسعود اندرابي تورونه او د امرالله صالح غبرګون

تاند (یکشنبه، د ثور ۹ مه) په پرځیدلي جمهوري نظام کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د کورنیو چارو د پخواني وزیر مسعود اندرابي وروستیو تورونو ته غبرګون ښودلی.

مسعود اندرابي په یوه رسنیز شوي ویډیو کلېپ کې یې د طالبانو د یوې مخالفې جنګي ډلې د مشر احمد مسعود او پلویانو په اړه یې توندې نیوکې کړې.

امرالله صالح هم د یادې ډلې غړی دی او ورسره، په جلا څرګندونو کې مسعود اندرابي پر هغه هم توند تورونه لګولي.

مسعود اندرابي ویلي، چې احمد مسعود او پلویان یې خپله تاجکستان او نورو هېوادونو کې ناست دي، له هر ډول شتمنیو او امکاناتو برخمن دي، خو نور خلک په افغانستان کې د طالبانو خلاف جنګوي او بیا یې د وژل شویو کسانو لپاره ټولې شوې مرستې هم خپلو کې سره وېشي.

اندرابي دغه راز د جمهوري نظام پر چارواکو او له هغې ډلې پر ولسمشر غني، د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب توند تورونه پورې کړي.

هغه ولسمشر غني او نږدې کسان یې په تبعیض او امرالله صالح د دوی په چاپلوسۍ او چک چکي توب تورن کړی.

صالح بیا په خپله ایکس پاڼه کې د احمد مسعود په پلوۍ خپره کړې یوه لیکنه کې هغه او کړنې یې ستایلي او اندرابي یې اشارتاً یو  «تصادفي» واک ته رسېدلی او مطرح شوی کس ګڼلی.

ده همدا شان ویلي، چې اندرابي یو « متزلزل» انسان دی.

د مسعود اندرابي د وروستیو تورونو لهجه او ادعاوې د نورو خلکو له غبرګونونو سره هم مخ شوي دي.

د ده دا څرګندونې داسې مهال دي، چې څه موده مخکې یې د یوه سیاسي جریان د ژر اعلانولو خبر ورکړی و.

1 COMMENT

  1. تر پرون په غلا کې ټول سره شریکان وئ، نن چې غلا درباندې بنده سوه بیا خبري تصادفي واک ته د رسیدو مطرح کیږي. واقعیت دا دئ چې، د غنی ، محب، فیضی، بې دانش، صالح، عبدالله او نور ګنډ په ګډون مرتجع د ګردني ګنړکپان او غله تصادفي واک ته رسیدلي وو. البته دا بې کفایته او بې درایته کسانو واک ته رسیدل د یوه منظم سنجول سوي پلان پر بڼسټ وو. پاتې دي نه وی چې د کرزي او د هغه د داړه مارانو داستان هم له دغو سره ډیر توپير نلري لکه چې وایې: د یو اس غوږونه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب