Homeخبرونهد افغانستان د فوتسال لوبډله په لومړي وار نړیوال جام ته بریالۍ...

د افغانستان د فوتسال لوبډله په لومړي وار نړیوال جام ته بریالۍ شوه

تاند (یکشنبه، د ثور ۹ مه) د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن قرغیزستان ته په پلې اف کې په ماتې ورکولو په لومړي ځل نړیوال جام ته لاره ومنده.

د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې نن د نړیوال جام د لارموندنې په وروستۍ سیالۍ کې خپل غښتلي سیال قرغیزستان ته ۵ پر ۳ ماته ورکړه او نړیوال جام ته یې لار پیدا کړه.

د دې سیالۍ، چې د تالند په پلازمېنه بنکاک کې وشوه، په لومړۍ نیمايي کې افغانستان یو ګول وهلی و، او لومړی نیمايي یو په صفر د افغانستان په ګټه پای ته ورسیده.

د لوبې دویمه نیمايي د افغان لوبډلې لپاره په تاریخ بدله شوه او ۴ نور ګولونه یې ووهل.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نړیوال جام ته وځي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په اسیايي سیالیو کې تر منځلوبو (کوارټرفاینل) پورې مزل کړی و، خو له تاجکستان یې ماتې خوړلې وه. د نړیوال جام د لارموندنې په پړاو کې افغانستان دوې سیالۍ وکړې چې په لومړۍ لوبه کې یې عراق او په وروستۍ لوبه کې یې قرغیزستان ته ماتې ورکړه.

په پام کې ده چې د فوټسال نړیوال جام د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۲۴مه نېټه د ۲۴ غوره نړیوالو لوبډلو په ګډون په ازبکستان کې پیل شي.

1 COMMENT

  1. ښه زیری دی. په نړیوال تورلمنټ کی د افغانستان د فوتسال د ټیم د نورو بریالیتوبونو په هیله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...