دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهپه دوبۍ کې د نړۍ تر ټولو ستر هوايي ډګر او ترمینل...

په دوبۍ کې د نړۍ تر ټولو ستر هوايي ډګر او ترمینل جوړېږي

تاند (یکشنبه، د ثور ۹ مه) د متحده عربي امارتو د دوبۍ واکمن شیخ محمدبن راشد ال مکتوم غواړي چې په نړۍ کې د هوايي ډګر لپاره تر ټولو ستر ترمینل جوړ کړي.

په دغه ترمینل به، چې د دوبۍ ښار په جنوب کې په آل مکتوم هوايي ډګر کې جوړېږي، ۳۴ میلیارده او ۸۵ میلیون ډالره ولګېږي.

آل مکتوم نن (یکشنبه) پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دا ترمینل به تر راتلونکي کال پورې بشپړ او د دوبۍ د هوايي ډګر په ځای له دې هوايي ډګره الوتنې هم پیل شي.

د آل مکتوم په وینا ال مکتوم هوايي ډګر به، چې د دوبۍ د اوسني هوايي ډګر پنځه برابره ستر دی، د نړۍ تر ټولو ستر هوايي ډګر وي. دا هوايي ډګر په ۷۰ کیلومتر مربع ساحه کې جوړېږي.

ال مکتوم هوايي ډګر به پنځه موازي الوتلارې یا رن وې ګانې ولري. ترمینل به یې ۴۰۰ دروازې لري.

همداراز په پام کې ده چې په آل مکتوم هوايي ډګر کې د نړۍ له خورا پرمختللې ټکنالوژۍ څخه کار واخیستل شي.

د دوبۍ هوايي ډګر د نړۍ یو له سترو هوايي ډګرونو څخه دی.

حاضردمه د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ هم په دوبۍ کې ده او دا هیواد غواړي چې د داسي جاذبو په وسیله لا ډېر سیلاینانو ځان ته جذب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب