دوشنبه, مې 13, 2024
Home+د ټایټانک د یوه سپرلي ساعت په څه باندې یو میلیون ډالرو...

د ټایټانک د یوه سپرلي ساعت په څه باندې یو میلیون ډالرو وپلورل شو

تاند (یکشنبه، د ثور ۹ مه) د تایټانک بیړۍ د سپرلیو د یوه شتمن کس د سروزرو ساعت په ۹۰۰ زره پونډه (تر یو میلیون او ۱۳۷ زره ډالرو ډېر) وپلورل شو.

اخیستونکي ته به ساعت په یو میلیون او ۱۷۵ زره پونډه تمام شي ځکه چې مالیه هم د ده په غاړه ده.

د دې ساعت خاوند جان جاکوب اسټر و او اټکل کېده چې په لیلام کې به په یو نیم لک پونډه وپلورل شي.

د دې ساعت د اخیستونکي نوم پټ ساتل شوی دی.

د تایټانک بیړۍ د ۱۹۱۲ د اپریل په ۱۴ مه د بریتانیا له ساوت همپټن څخه د امریکا نیویارک ته روانه وه چې په اطلس / اتلانتیک شمندر کې د یخي له غره سره ټکر شوه او د ډوبېدو په نتیجه کې یې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان مړه شول.

د تایټانک بیړۍ د سپرلیو ځینې نور شیان هم لیلام شوي دي. تر دې وړاندې د دې بیړۍ د سپرلیو یو وایلن په ۹۰۰ زره پونډه لیلام شوی و چې له مالیې سره اخیستونکي ته یې په یو میلیون او ۱۰۰ زره پونډه تمام شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب