چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهعبدالله مقری د کابل په یوه روغتون کې وفات شو

عبدالله مقری د کابل په یوه روغتون کې وفات شو

تاند – د افغانستان مشهور سندرغاړی عبدالله مقری نن سهار د کابل په یوه روغتون کې په حق ورسېد.

د عبدالله مقري زوی میرخان د خپل پلار مړینه پر خپله فیسبوکپاڼه تایید کړه.

تر دې وړاندې د جون په ۱۴ مه د مقري د مړینې اوازې خپرې شوې وې خو وروسته د ده زوی او خپلوانو رد کړې.

مقري سلګونه سندرې او ملي ترانې ویلي او هنر یې ډېر مینه وال لري.

مقری له یوې مودې راهیسې د کورونا وایرس په ناروغۍ اخته و او په کابل کې تر درملنې لاندې و.

په وروستیو کې د کورونا له کبله په افغانستان کې د مړینو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.

3 COMMENTS

  1. انا لله و انا الیه راجعون! الله دې د مقری صاحب ځای جنت الفردوس وګرځوي! مقری صاحب جنتی سړی وو. هغه زمونږ د ملت د خوشالۍ دپاره ډیر وژړل او د وطن مینه یې خلکو ته په زړونو کې ورواچوله! ظالمان یې و غندل او خلک یې را ویښ کړل!
    خدای دی و بخښي او کورنۍ او ملت د جمیل صبر غوئتنه کوم!

  2. الله ج دي مقری صاحب و بخښي.
    عبدالله مقری د د زخمي افغانستان د حالاتو ښه ترجمان وو… که مقري مينوال یواځي وطنپرست اشخاص کېدای سي… ځکه د مقري ږغ او آواز د هغه چا په زړه ښه لګېدی چي وطن سره يې لېونۍ مينه درلوده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب