دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Home+امریکایي مخترع، پروګرام لیکونکی ډانیال بریکلین

امریکایي مخترع، پروګرام لیکونکی ډانیال بریکلین

(Bricklin, Daniel)

(۱۹۵۱ –  )

ژباړه: رحمت شاه فراز

هر ګوره چې د تجارت رئیس یا مدیر د ګټې او زیان د خلاصې او لنډیز راویستلو لپاره «ارقام/اعداد» وغواړي او یا وغواړي چې یو پروپوزل تایید کړي، نو ډېر امکانات شته چې دغه معلومات (ډېټا) به د پراخپاڼې (spreadsheet) په کتارونو (rows) او ستنو (columns) کې د ده مخې ته ایښودل کېږي. د محاسبې په دې هر اړخیزې وسیلې (پراخپاڼې) نوموړی مدیر په ډېر اسانه خپل فورمولونه تطبیق کوی او په یوه بیل، د توکو په انتقال، یا نورو کاروباري پروسو کې د بدلون اغېزې څېړلی شي. دغه راز یو پانګوال د دې پراخپاڼو په مټ کولی شي چې د خپلو سهمونو د ارزښت او فعالیت چارټونه جوړ کړي او یا له مختلفو پانګونو څخه لاسته راغلي عایدات ورباندې پرتله کړي. پراخپاڼې چې وسمهال د متن لیکونکو پروګرامونو په څېر یو خورا مهم پوستغالی ګرځېدلی، د یوه ځوان پروګرام لیکونکي، ډېن بریکلین له لوري اختراع شو.

بریکلین د جولای په ۱۶، په ۱۹۵۱ کال په فلاډیلفیا کې زېږېدلی. نوموړی په سولومن شېسټر ښوونځي کې شامل شو او بیا په ۱۹۶۹ کال کې يې په ماسوچوسېټس د ټکنالوژۍ انسټیټوټ کې داخله واخیسته. اول يې د ریاضیاتو پوهنځی وټاکه، خو په لومړي کال یې خپل پوهنځی کمپیوټر ساینس ته تبدیل کړ. بریکلین د یاد پوهنتون د کمپیوټر ساینس په لابراتوار کې د کار پر مهال یو داسې پروګرام ولیکه چې د هغه په مټ کارنو په انلاین ډول محاسبې سرته رسولی شوی او همدا راز د APL په تطبیق کې یې هم خپله مرسته ونه سپموله. APL یوه منسجمه او ځواکمنه کمپیوټري ژبه ده چې د ساینسپوهانو او انجینرانو له تاوده هرکلي سره مخ شوه. په دې موده کې د بریکلین او یوه بل محصل ترمنځ د کاري ارتباط کلک تار هم وغځېد، بریکلین او دې محصل چې بوب فرانکسټن نومېده، تصمیم ونیوه چې یوه ورځ به په ګډه خپل کاروبار پیلوي.

بریکلین چې په ۱۹۷۳ کال کې په برقي انجینرۍ او کمپیوټرپوهنه کې لیسانس واخیست، نو د دندې لپاره يې DEC شرکت ته مخه کړه. DEC یا د ډیجیټل وسایلو شرکت د کوچنیو کمپیوټرونو یو مخکښ تولیدوونکی وو. دلته یې د ویډیو ټرمینلونو په ډیزاین کې مرسته وکړه او د ټایپ سېټینګ سیسټمونه يې کمپیوټري کړل. په دې موده کې د ده تر ټولو مهمه لاسته راوړنه د یوه متن لیکونکي پروګرام(word processor) ډیزاین او تر یو څه بریده لیکل وو. دغه پروګرامWP-8 نومېده.

ډېک شرکت چې کله وغوښتل چې بریکلین په نیوهمسفیر ښار کې خپل یوه بل دفتر ته متنقل کړي، نو بریکلین هلته د تګ پر ځای تصیم ونیوه چې بېرته پوهنتون ته مخه کړي او د اقتصاد په څانګه کې زده کړې وکړي او په ۱۹۷۷ کال د هارورډ پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته ورغی. بریکلین په دې ځای کې هم د پروګرام لیکنې کار ته دوام ورکړ او د سافټوېر د ډیزاینولو له فعالیت سره يې خپله دلچسپي او علاقه ژوندۍ وساتله، او بل خوا دی دې ته هم ډېر لېواله وو چې د تجارت په باره کې خپله پوهه او تجربه نور هم زیات کړي. د مهارتونو دې امتزاج له ده سره نه یوازې د یوه داسې بهتره سافټوېر په لیکلو کې مرسته وکړه چې هر ډول سوداګریزو اړتیاوو ته ټټر ووهلی شي، بلکې دې ته یې هم تیار کړ چې په خپل وخت کې خپل شخصي کاروبار هم پیل کړي.

بریکلین یوه ورځ د هارورډ په ټولګي کې ناست وو او د اقتصاد په مغلقو تمریناتو يې کار کاوه، په دې جریان کې نوموړی ډېر زیات ستړی او ستومانه شو. د تجارت د مختلفو اړخونو د تجزیې لپاره دی مجبور وو چې یوازې په پنسل، کاغذ او ماشین حساب تکیه وکړي.

په دې هکله رابرټ سلېټر د بریکلین له خولې وايي چې ده همدغه وخت ((د یوه الکترونیکي ماشین حساب تصور پیل کړ، یانې یو داسې متن لیکونکی پروګرام چې سر و کار یې له اعدادو سره وي.)) د ده لپاره دغه کار دومره ستونزمن نه وو، ځکه تر مخه یې لا یو متن لیکونکی پروګرام لیکلی وو چې د لیکوالو لپاره يې د مقالو لیکل او بیاکتنه خورا زیات اسانه کړي وو.

((ډېن بریکلین یو تکړه پروګرام لیکونکی وو، خو وروسته يې تصمیم ونیو چې د اقتصاد پوهنځی ولولي. ده چې د کاروباري محاسبو لپاره یوازې له پنسل، کاغذ او ماشین حساب سره د کار کولو هڅه ناکامه ولیدله، نو فیصله یې وکړه چې کمپیوټر باید د دې وړ وي چې تر دې هم بهتره دنده سرته ورسوي. ده یو نوی ډول سافټوېر اختراع کړ – چې یو ډول الکترونیکي پراخپاڼه وه.))

 بریکلین په خپل ذهن کې د یو ډول الکترونیکي تورې تختې تصور پیل کړ، چې کله یو فورمول ور باندې ولیکل شي، نو په اتومات ډول يې په ټولو اعدادو تطبیق او نتایج یې محاسبه کړي. وروسته يې بیا پرېکړه وکړه چې که دی دغه ډول پروګرام لیکل غواړي نو، «تر شاه به یې هدف دا وي چې دغه پروګرام باید د یوې پوستي کڅوړې تر شاتني مخ بهتره اوسي.»

بریکلین ولیدل چې د ده ټولګیوال او پروفیسوران د اعدادو لپاره د یوه «ورډ پروسېسر» د جوړولو نظریې ته ډېر زیات لېواله وو. ده د دې پروګرام لپاره خپل نظریات وکښل، او بیا یې په BASIC پروګرامي ژبه کې د اېپل شرکت په (اېپل-۲) کوچني کمپیوټر کې د پروګرام یو ساده ورژن ولیکه. د پروګرام دغه ورژن ډېر زیات ورو وو، ځکه چې د بېسک هره لارښوونه (کوډ) به د مایکروکمپیوټر د استعمال لپاره ماشینواله ژبې ته ترجمه کېده. بریکلین له بوب فرانکسټن سره خبرې وکړې، او دواړه دې هوکړې ته ورسېدل چې دواړه په ګډه باید دغه پروګرام جوړ کړي. د بریکلین مسؤلیت دا وو چې د پروګرام عمومي ډیزاین به ترسره کوي او د پروګرام لپاره به تخنیکي لارښودونه لیکي او بل خوا فرانکسټن به په چټکه منځنۍ ژبه (assembly language) کې د دې پروګرام د لیکلو چاره سرته رسوي. تر دې وروسته، دوی له ډېن فلیسټرا سره ولیدل، چې د سافټوېر د تشهیر د یوه واړه شرکت څښتن وو، او موافقه یې سره وکړه يې چې دې پروګرام ته به بازار موندنه ورته کوي. په ۱۹۷۹ کال کې بریکلین او فرانکسټن خپل سافټوېر ته د پیشرفت او پراختیا ورکولو په خاطر خپل شخصي شرکت جوړ کړ، چې سافټوېر آرټس نومېده.

بریکلین به د ورځې له خوا د اقتصاد لېکچرونو ته کېناسته او فرانکسټن به ټوله شپه د پروګرام په لیکلو تېروله. دوی ډېر ژر خپل پروګرام تکمیل کړ او اوس یې باید تصمیم نیولی وی چې یو نوم پې کېږدي. له ډېرو پیشنهادونو مثلاً «کالکولېچر» او «الکترونیکي توره تخته» وروسته، دوی په ویزي کالک سره یوه خوله شول. پروګرام چې په کار پیل وکړ، بریکلین د هارورډ د اقتصاد پوهنځي یو پروفیسور هک پک  کړ. خبره دا وه چې بریکلین د «what-if» له عبارتونو څخه د یوه عبارت په باره کې مفصل نتایج چمتو کړي وو – او پروفیسور یې هېڅ کله په دې خبر نه کړ چې په دې کې تر ټولو سخت کارونه ویزي کالک پروګرام ترسره کړي وو. د سافټوېر ډیزاین کوونکو به په وروسته وختونو کې د دې پروګرام ډېره ستاینه کوله چې په څه ډول د ډېرو محدودو کمپیوټري سرچینو په استفاده رغېدلی وو، چې حتی دې کمپیوټرونو به ایله ۴۸ کیلوبایټه حافظه درلوده.

د ۱۹۷۹ کال په اکتوبر میاشت کې ویزي کالک د اېپل-۲ او نورو شخصي کمپیوټرونو د استعمالوونکو لپاره ښه سم چمتو وو. د سافټوېر آرټس شرکت په یوه میاشت کې د پروګرام ۵۰۰ نسخې وپلورلې، او بریکلین به د خپل وخت پاموړ برخه د کمپیوټرونو په پلورنځیو کې د خپل محصول د نمایشي نندارو په وړاندې کولو تېروله. د پروګرام خبره چې هرې خواته خوره شوه، لویو مالي شرکتونو هم لاسونه ور ته را وغځول او استعمالول يې پیل کړل، او اکثرو شرکتونو خو د دې پروګرام د چلولو لپاره د لومړي ځل لپاره شخصي کمپیوټرونه وپېرل. د پانګونې یو متخصص، بنجامین روزن، د دې وخت په باره کې د یوې تبصرې په ترڅ کې وايي «ويزي کالک به یوه ورځ هغه سافټوېر-لکۍ شي چې کمپیوټر-سپی به نڅوي (یانې خلک به د همدې سافټوېر له برکته کمپیوټر پېري).»

د سافټوېر فروشات په ډېر ثبات سره مخ په وده وو او د ۱۹۸۱ کال په پای کې یې د خرڅلاو شمېر په یوه میاشت کې ۳۰ زرو ته ورسېده او دا هغه وخت وو چې د IBM شرکت شخصي کمپیوټرونه صحنې ته راووتل. ګڼ هغه شرکتونه چې د یوه داسې کمپیوټر اخیستلو ته زړه نا زړه وو چې په یوه مېوه پسې نومول شوی وو، هغو ټولو ته د IBM نوم اطمینان او ډاډ ورکړ. (له مېوې نه اشاره د Apple کمپیوټرونو ته وه؛ ژباړن). په همدې کال بریکلین ته د کمپیوټري ماشینرۍ ټولنې د ګرېس مري هوپر جایزه ورکړه. دغه جایزه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې تر ۳۰ کلونو یې عمر کم وي او په کمپیوټرپوهنه کې اغېزناکه لاسته راوړنې ولري.

خو په دې سربېره، ۱۹۸۰ کلونو له ځان سره د نوو چیلنجونو توپان هم راووړ. د بریکلین د جوړونې ډله له یوه نوي پروګرام سره مارکېټ ته راووتله چې TK!Solver نومېده. دغه سافټوېر د لا زیاتو پېچلو معادلو د حل کولو لپاره ډیزاین شوی وو. خو بریکلین په دې وختونو کې له فلیسټرا سره په یوه بله قضیه کې نښتی وو چې د ویزي کالک لپاره د بازار موندنې د حقونو پر سر پېښه شوې وه. په ورته وخت کې یو نوی پروګرام چې Lotus 1-2-3 نومېده، او د میچل کپور له خوا جوړ شوی وو، د پراخپاڼو د بازار په نیولو پیل وکړ. د ویزي کالک پر خلاف، چې یوازې یوه پراخپاڼه یې لرله، په لوټس پروګرام کې یو ساده ډېټابېس هم شامل وو او بل خوا د دې وړتیا یې هم لرله چې چارټونه او ګرافیک وپنځوي. یو څه موده وروسته کپور له بریکلین څخه سافټوېر آرټس شرکت په خپل نوم کړ.

تر دې وروسته، بریکلین پرېکړه وکړه چې یوازې د پروګرامونو په ډیزاین خپل تمرکز را ټول کړي او بازار موندنه نورو همکارانو ته پرېږدي. ده په خپل نوي شرکت کې چې سافټوېر ګارډن نومېده، یو بل پروګرام جوړ کړ چې د (ډېن بریکلین نمونوي پروګرام) بلل کېده. د دې پروګرام په مرسته د یوه پروګرام د کوډ تر لیکلو له مخه، ډیزاین کوونکو ښودلی شوی چې یو نوی پروګرام به په څه ډول کار یا فعالیت ترسروي. ډیزاین کوونکي په دې پروګرام کې د کیسې یوه خاکه جوړوي، هماغسې لکه د فلمونو لپاره چې لیکل کېږي، او دا پکې مشخصوي چې کله یو کارن یو خاص کار سرته رسوي، نو په پروګرام کې به څه شی ورته ښودل کېږي. د ۱۹۹۰ کلونو په اوږدو کې بریکلین قلمي کمپیوټر کارۍ (pen computing) ته مخه کړه.  قلمي کمپیوټر کاري هغه پروګرامونه په ځان کې رانغاړي چې د هغو په مټ ګټه اخیستونکي د یوه الکترونیکي قلم په مرسته رسامي یا لیکل کولی شي. خو د نوموړي دغه اپلیکېشن تر پایه کامیابه نه شو. بریلکین په را وروسته وختونو کې یو بل شرکت جوړ کړ چې Trellix نومېږي او د شرکتونو لپاره وېبپاڼې او وېبسایټونه ډیزاینوي.

اضافي لوستونه:

1- Bricklin, Dan. “Dan Bricklin’s Web Site.” Available

on-line. URL: http://www.bricklin.com/default. htm. Downloaded on November 26, 2002.

2- Slater, Robert. Portraits in Silicon. Cambridge, Mass.: MIT Press, 1987.

3- Wylie, Margie. “The Man Who Made Computers

Useful.” CNET News.com. Available on-line. URL: http://news.com.com/2009-1082-233609.html?legacy=cnet. Posted on October 13, 1997.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب