سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهملا برادر: نړیوال دې افغانانو ته اجازه ورکړي چې په خپله خوښه...

ملا برادر: نړیوال دې افغانانو ته اجازه ورکړي چې په خپله خوښه یو مستقل حکومت جوړ کړي

تاند (یکشنبه د جوزا ۳۰) طالبان وايي چې دوی بین الافغاني مذاکراتو او په افغانستان کې د یوه اسلامي حکومت جوړولو ته ژمن دي.

د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په یوه خپره کړې لیکنه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې د ثبات او سولې راوستو ته ژمن دي او ددې تر څنګ یې ستره موخه په افغانستان کې د یوه اسلامي نظام جوړول دي.

ملابرادر وايي چې په راتلونکي حکومت کې به د ښځینه وو په ګډون ټول اقلیتونه ځای ولري او د ځوانو متخصیصینو حضور ته ځانګړی اهمیت ورکوي.

ښاغلي برادر دغه راز ټینګار کړی چې له بهرنیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي خو له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانانو غوښتنو ته ارزښت ورکړي او اجازه ورکړي چې دوی په خپل زړه یو مستقل حکومت جوړ کړي.

نوموړی زیاتوي چې په راتلونکي کې ټولې بهرنۍ او خیریه موسسې په ازاده توګه په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکولی شي.

هغه د روانو جګړو او تاوتریخوالي د شدت په هکله کوم څه نه دي ویلي، خو ولسمشر غني تېره ورځ وویل چې وسله وال طالبان د جګړو پیلوونکي دي او په خبره یې دغې ډلې جګړې ته ادامه ورکړې او د افغانانو ټول حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

ولسمشر غني: که طالبان د سولې لپاره طرحه لري وړاندې دې کړي

خو د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال په خپله لیکنه کې زیاته کړې چې افغان ولس د یوه خپلواک او باثباته افغانستان لپاره له څو لسیزو راهیسې قرباني ورکوي او د ده په ټکو چې “د افغانستان اسلامي امارت” نور نه غواړي روانه جګړه وغځېږي.

ملا برادر وايي، د دې لپاره چې افغانان په خپل هېواد کې د افغان شموله اسلامي نظام تر چتر لاندې په یوه ټغر سره راټول شي د ۲۰۲۰ م کال د فبرورۍ په ۲۹ یې د امریکا متحده ایالتونو سره یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې د حکومت ۱۰۰۰ او د دوی ۵۰۰۰ بندیان خوشې شول.

د هغه په خبره د همدې هوکړې له مخې د دواړو لوریو ترمنځ ښو فرصتونو ته لاره پرانیستل شوه، بین الافغاني مذاکرات پیل او اکثریت بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او پاتې نور د وتلو په حال کې دي.

نوموړی وايي، که د دوی پاتې بندیان خوشې او له تور لېست څخه ووېستل شي د افغانستان ستونزې ته به د پای ټکی کېښودل شي، خو په خبره یې چې افغانان نور باید یو بل ومني.

ملا عبدالغني برادر د لیکنې په وروستۍ برخه کې په ټینګار سره ویلي چې هېڅ یو هېواد باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، دغه راز نه پرېږدي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي او نه به نورو ته اجازه ورکړي چې خپله خاوره د افغانستان په ضد وکاروي.

که څه هم د طالبانو دغه مشر د دوی او امریکا تر منځ هوکړه یوه مهمه لاسته راوړنه بولي او وايي چې له مخې یې بین الافغاني مذاکرات پیل شول، خو راپورونه وايي چې د دوحې مذاکراتو کې هېڅ راز پرمختګ نه دی شوی، ولې له پیلېدو سره یې په افغانستان کې د تاوتریخوالی کچه اوج ته رسېدلې چې عام افغانان یې سخت خفه کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دوحې په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی

5 COMMENTS

  1. بیا داسی امارت چی ملت تر درو لاندی وی او ملا په مدرسه کښی په لواطت اخته وی ؟ داسسی عمارت چی پکښی تور ينجابی بادار وی؟ داسی عمارت چی د پاکستان تر لاس لاندی وی؟ بس ده یو وار د شریعت د راوستلو لپاره وجنګیدو خو نه شریعت وو نه اسلامی نظام بس د پنجابیانو چړچی وی او د افغانانو بی عزتی. بیغیرته ته که رښتیا پښتون یی خپله کورنی چی په چټلستان کی بندیان دی تر اسلام او وطن قربان کړه او ملت ته د چلستان د شومو پلانونو په باره کښی دی ملت ته رښتبا ووایه. دا په زغرده در وایم چی ددښمن د پلانونو د پوره کیدو سره به دی بیا ځای هم هغه د پنجاب سنټر جیل وی . ویښ سی وطن د تباهی د کنی څنګ ته رسیدلی دی. که یووار پنجاب پدی خاوره منګولی ټینګی کړی بیا به د خلاصون هیڅ لاره پاته نسی

  2. په خپله خوښه؟ یعنی جمهوریت او انتخابات!!!!!!!!!!!!!!!!!! دا سمه ده! خو که د اهل حل و عقد( اهل ظلمت) مسله وی نو هسی جاهلیت دی!!!!!!!!

  3. زه خپه په دی یم چی ملابرادر خدای ته مخ نه اړوی له خدا یه یی نه غواړی نړیوالو ته زاری کوی
    خدای دی خوار که افغانستان مو تبا کړ ټول پشتانه مو قتل کړل ستاسی له لاسه نن ورځ پاکستان برالا ناری وهی چی ډیورند رسمی پوله ده دقریشی وروستی مرکه ولوله که شرم لری پوه به شی چی څه وایی او افغانستان ته کوم نیت لری

  4. مخکې تر دې چې د ملا برادرز لیکنه ولولئ ، ښه به دا وې چې د پنجاب د خارجه چارو وزرات مصاحبې ته غوږ شئ . د دوی اصلي رهبر ملا باجوه چې اوس ملا هبت اله ورته وایی او دا نور کرنیلان دي .
    دوی وایی یو څه او کوي بل څه . که دوی رښتیا د افغانستان او خلکو لپاره جهاد کولای ، نو د افغانستان ودانۍ ، دولتي تاسیسات ، لارې ، سرکونه او پلونه به یې نه ورانول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب