شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: که طالبان د سولې لپاره طرحه لري وړاندې دې کړي

ولسمشر غني: که طالبان د سولې لپاره طرحه لري وړاندې دې کړي

تاند (یکشنبه د جوزا ۳۰) ولسمشر محمد اشرف غني وایي جګړه طالبانو پیل کړې ده او مسؤلیت یې هم ددغې ډلې پر غاړه دی.

ښاغلي غني چې شنبه/ د جوزا ۲۹/ مازدیګر مهال یې د ملي دفاع، کورنیو چارو او د کلیو او پراختیا وزارتونو د سرپرستانو او د وسله وال پوځ د لوی درستیز په مراسمو کې خبرې کولې وویل چې افغان ځواکونه پياوړي دي او تر څنګ یې حکومت د سولې لپاره هم واضح طرحه هم لري.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر طالبان د جګړې پیلوونکي وبلل او په خبره یې دغې ډلې جګړه پیل کړې ده، د پردیو تورو ډلو په اشاره عامه تاسیسات ورانوي او د سولې لپاره هېڅ راز واضح طرحه نه لري.

ولسمشر زیاته کړه، «جګړه طالب پیل کړې او مسوول یې همدوی دي. موږ د سولې لپاره منظمه طرحه له نړیوالو او افغانانو سره شریکه کړه، خو د طالب طرحه چېرته ده؟ طالبان د تورو شبکو په اشاره افغانستان ورانوي، دوی باید یو انتخاب وکړي، سوله کوي او که له افغان ولس سره دښمنۍ ته دوام ورکوي؟ که دښمني کوي، ولس به یې په قاطعیت ځواب ورکړي.»

د خبرپاڼې له مخې هغه وویل چې د جګړې د دوام ټول مسؤلیت پر وسله والو طالبانو دی او دغه راز یې د ملکي تلفاتو زیاتېدو ته په اشارې پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د طالبانو له لوري پر روانو فعالیتونو بې طرفه پاتې نه شي او دا ومني چې دغې ډلې د افغانانو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

ولسمشر اشرف غني همدا راز په دې مراسمو کې د امنیتي ادارو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د یادو اداراتو ترمنځ په روان وضعیت کې لا ډېرې او پیاوړې همغږې ته اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب