شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهاتمر: پاکستان دې طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي

اتمر: پاکستان دې طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي

تاند ( یک شنبه، د جوزا ۳۰) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له پاکستاني سیال سره په لیدنه کې د سولې په برخه کې د اسلام اباد رول مهم بللی او پر دغه هېواد یې غږ کړی چې خپله ريښتينې مرسته ونه سپموي.

حنیف اتمر  ویلي پاکستان پر طالبانو پراخ نفوذ لري او له دې نفوذ نه په استفادې دې دوی له افغان حکومت سره سولې، پر ژمنو عمل کولو او د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې،د افغانستان سوله د سیمې د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري او پاکستان باید په دې برخه کې خپله همکاري ثابته کړي.

بل لورته قریشي هم ویلي، چې دوی د خبرو له لارې د افغان جګړې ختمېدل غواړي او خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پر عملي پلان پرکار کولو یې هم خبرې کړې دي.

افغان حکومت: پاکستان پر طالبانو کنټرول لري، د معنا لرونکو خبرو مېز ته دې وهڅوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب