جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت: پاکستان پر طالبانو کنټرول لري، د معنا لرونکو خبرو مېز...

افغان حکومت: پاکستان پر طالبانو کنټرول لري، د معنا لرونکو خبرو مېز ته دې وهڅوي

تاند (شنبه د جوزا ۲۹) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په هکله د پاکستان وروستۍ څرګندونې له حقیقت څخه لرې او د دواړو هیوادونو په ګټه نه دي.

دغه وزارت نن شنبه په یوه بیان کې د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه له واقعیت څخه لیري بللې ده او ویلي یې دي چې په افغانستان او سیمې کې د تلپاتې سولې ټینګېدو په اړه د وضعیت حساسیت او رامنځته شویو فرصتونو ته په کتو د پاکستان له لوري دا ډول اعلامیې د سولې بهیر په ګټه نه ده.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې له پاکستاني چارواکو څخه د افغانستان او نړیوالې ټولنې غوښتنه دا ده چې له خپل هغه نفوذ او کنټرول څخه چې پر طالبانو یې لري دغه ډله د معنا لرونکو خبرو مېز ته وهڅوي، تر څو په افغانستان کې جګړه او د وینې تویېدل ختم او نړیوال تروریزم پای ته ورسیږي او په افغانستان کې داسې سوله چې د پاکستان په ګډون د ټولې نړۍ ګټې په کې نغښتې وي ټینګه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ په افغانستان کې د اسلام آباد د لاس وهنو په هکله د حمدالله محب څرګندونې غندلې او بې اساسه یې بللي.

دې وزارت پرون جمعه په یوه اعلامیه کې وویل چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان رول په پراخه توګه منلی.

دغه راز د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي وروستیو څرګندونو ته تند غبرګون ښودلی و او ویلي یې دي چې وسله والو طالبانو په افغانستان کې “د افغان ولس پر ضد د تشدد ډک” عملیات پیل کړي دی.

نوموړي زیاته کړې، «مونږ پوهیږو چې هغوی څنګه او ولې ددې کار وړتیا پیدا کوي. قریشي یا خبر نه دی، یا نادان دی او د هغوی (طالبانو) سره یو لاس دی. ښایي هغه دا هم رد کړي چې اسامه (بن لادن) د پاکستان نظامي قوماندانۍ سره نږدې وموندل شو.»

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان به د ټولو ډیپلوماتیکو مراجعو له لارې له پاکستان سره پر مهمو او بنیادي مسایلو خبرې وکړي.

3 COMMENTS

  1. Pakistan is an Ideological State and in order to reinforce such status-que, an ideological entity in charge of Afghanistan is an ideal outcome fundamental to Pakistan interest

  2. دا طالب نه دی دا د پاکستان لعین حکومت دی چې افغانان وژني. دوی به هیڅکله افغانان آرام ته پرېنږدي. افغان خلک باید پوه شي چې اوس پاکستان رسمآ په افغانستان حمله کړې. ددوی مشران اوس علنا دا خبرې تائیدوي. مونږ افغانان باید جګړی ته امادګی ونیسو. تر کله به دا حال وي. تر هرې ورځې مرګ یوه ورځ مرګ ښه دی. خلک باید زمونږ قهرمان ملی اردو سره مرسته وکړي. طالب دلال نور ژوندی مه نیسی.لاس په لاس یې مردار کړئ. دا ټول د پاکستان د پوځ او ملیشو غړي دي. په قران که افغانان وي. افغان خو والله که دومره بی غیرته وي چې خپل وطن په پنجاب وپلوري. ملادار او دا نورو طالب مشرانو ته دا وایم چې تاریخ به ضرور ستاسو په کړونو قضاوت وکړي. خدای پر ځان شاهد کړئ او ووایئ چې دا جګره د څه لپاره ده. دا نه د اسلام لپاره جنګ دی او نه د افغانستان لپاره. دا اوس د پاکستان لپاره جګړه ده او که تاسې افغان یاست نو څنګ او افغانیت مو معلوم کړئ او دا بې ګټې جګړه ودروئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب